د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بي بي سي: د غور اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان پلوري

19 مې 2026
بي بي سي: د غور اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان پلوري

انځور: Imogen Anderson/BBC

د بي بي سي نړیوالې څانګې په یوه هیښوونکي راپور کې لیکلي، د افغانستان لوېدیځ غور ولایت اوسېدونکي، د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله او د ژوندي پاتې کېدو لپاره، خپل ماشومان پلوري.

رخشانه: د بي بي سي په دې راپور کې، چې تازه خپور شوی راغلي، د بېوزلۍ سربېرته د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو مړینه هم په تېرو دوه کلونو کې په غور ولایت کې زیاته شوې ده.

بي بي سي په خپل راپور کې غور یو د افغانستان له تر ټولو زیان لیدونکې سیمه بللې لیکلي یې دي، په دې ولایت کې بېوزلي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې، چې د دې ولایت په مرکز کې ډېری کورنۍ څوپرلپسې شپې په لوږه تېرې کړي.

د غور یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې یې یوازې درې ورځې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو په بدل کې کار کړی او ماشومان یې درې پرلپسې شپې وږي ویده شوي دي.

د غور ولایت یوه اوسېدونکي عبدالرشید عظیمي بي بي سي ته ویلي، اړ دی، چې د کورنۍ د غړو د ژوندي پاتې کېدو په موخه خپلې غبرګونې اته کلنې لوڼې د واده او یا هم د کور کارونو د تر سره کولو لپاره وپلوري.

دې سړي ویلي: «چمتو یم چې لوڼې مې وپلورم. بېوزه، پوروړی او د بل در ته پاتې یم، که یوه لور مې وپلورم، لږ تر لږه د څلورو کلونو لپاره پاتې اولادونه پرې ماړه کړم.»

بي بي سي په خپل راپور کې لیکلي «د غور ولایت اوسېدونکی سعید احمد اړ شوی، چې خپله پنځه کلنه لور وروسته له هغې، چې په آپنډېیس ناروغۍ اخته شي، یوه خپل قومي ته د دوه سوه زره افغانیو په بدل کې وپلوري.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې سړي ویلي دي: «د لور د درملنې لپاره مې پیسې نه درلودې. اړ شوم چې هغه په یوه خپلوان وپلورم. هغه ته مې و ویل، چې فعلآ مې یوازې د لور د درملنې پیسې راکړه او پاتې نورې په راتلونکو پنځو کلونو کې راکړه، وروسته له هغې کولی شې هغه بوځې.»

بي بي سي د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، د غور ولایتي روغتون د نوزېږدو څانګه د دغه روغتون تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه برخه ده. ټول بسترونه ډک دي او په ځینو بسترونو دوه دوه نوزېږدي اچول شوي دي.

د غور ولایتي روغتون کې یوې نوکروالې نرسې ویلي، ځینې ورځې ان تر دریو نوزېږدو په دغه روغتون کې ژوند له لاسه ورکوي.

د غور ولایتي روغتون د نوزېږدو ماشومانو څانګې مسوول ډاکتر محمد موسی ویلي دي، د ماشومانو د مړینې کچه کله کله ۱۰ سلنې ته ورسېږي، چې دا وضعیت د «منلو نه دی».
هغه زیاته کړې، د درملنې لپاره د ناروغانو د مراجعې سره سره، د نوزېږدو په څانګه کې، د هغوی د درملنې لپاره لازم درمل شتون نه لري.

د غور ولایتي روغتون د نوزېږدو څانګې یوې نرسې ویلي دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله، خپل ناروغان کور ته وړي.

د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو او له هېواد سره د بهرنیو مرستو د کمېدو وروسته، انساني وضعیت خورا خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له هرو څلورو تنو درې هغه یې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو قادر نه دي.

پر دې سربېره هېواد کې بېکاري پراخه ده، روغتیايي وضعیت په بحراني حالت کې دی او بشردوستانه مرستې هم کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه خبرداری ورکړ او یې لیکل، دې بحران میندې او ماشومان د لمنځه تلو تر پولې رسولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه