د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: اروپايي ټولنه د بروکسل ته د طالبانو سفر لغوه کړي

19 مې 2026
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: اروپايي ټولنه د بروکسل ته د طالبانو سفر لغوه کړي

انځور: CPJ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) د افغان ګډوالو په اړه د خبرو اترو لپاره، بروکسل ته د طالب چارواکو د سفر لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: دې بنسټ تازه په یوه اعلامیه کې لیکلي، اروپايي ټولنه په دې اقدام سره هغه نظام ته، چې د آزادیو ځپلو مسوول دی مشروعیت ورکوي او د نړیوالو لوبغاړو په توګه د طالبانو اړیکې پياوړې کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې ویلي، اروپايي ټولنه په رسمي ډول طالبان په رسمیت نه پېژني او هر ډول رسمي تعامل یې تر یوه بریده د نړیوالو بشري حقونو په معیارونو پورې تړلی دی.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه کې د اروپايي ټولنې د حق غوښتنې برخې مرستیال ټام ګیبسون د اروپايي ټولنې له خوا د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو اترو لپاره د طالب چارواکو غوښتل له «شرمه ډک» کار بللی دی.

هغه ویلي: «دا شرمونکې ده، په داسې حال کې، چې طالبان په رسنیو بریدونه کوي، خو اروپايي ټولنه هغوی بروکسل ته ورغواړي. په دې کار سره هغه رژیم ته، چې د سختو ځپلو او سانسور مسوول دی مشروعیت ورکول کېږي او د نړیوالو لوبغاړو په توګه د هغوی تبلیغاتي مقام پیاوړی کېږي. اروپايي کمېسیون باید دا ډول پروګرامونه لغوه کړي.»
له دې وړاندې د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن ویلي وو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له اروپا څخه د افغان کډوالو ایستل، «نه یوازې یوه انساني ماتې» بلکې د مشرتابه تېروتنه ده.

هغې ویلي وو: «که اروپا ځوان افغانان بېرته بېوزلۍ او ناهیلۍ ته ستانه کړي، ډېری د هغوی به د دې ډلې تر واک لاندې طالباني شبکو او دیني مدرسو» سره یو ځای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره طالب پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د اروپايي ټولنې دې پرېکړې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راپورته کړې دي. منتقیدینو د اروپايي ټولنې دا کار د دې ډلې د رسمیت پېژندنې په برخه کې یو ګام بللی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه