د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له ماشوم سره واده، د ماشومانو له حقونو او انساني کرامت نه سرغړونه ده

19 مې 2026
معترضې ښځې: له ماشوم سره واده، د ماشومانو له حقونو او انساني کرامت نه سرغړونه ده

انځور: د ښځو د همت غورځنګ/ رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «د ښځو همت» غورځنګ غړو د زوجینو د جلاوالي په اړه د طالبانو د اصولنامې په غبرګون کې وايي، له ماشوم سره واده د انساني کرامت او ماشوم له حقونو سرغړونه ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د غوايي ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې، د طالبانو د مشر له لوري د زوجینو د جلاوالي په اړه د اصولنامې توشېح کېدل په کلکه غندلي دي.

اعلامیه کې راغلی، طالبانو د بشري او ښځو د حقونو پر ضد د سلګونه فرمانونو د صادرولو تر څنګ، دا ځل ماشومان په نښه کړي او هڅه کوي، په حقوقي رسمي جوړښت کې د ماشومتوب واده هم بنسټیز کړي.

د دې غورځنګ غړو د طالبانو دا ګام «له تیاره او منځنیو پېړیو راپورته شوی فکر» بللی وايي، دې ډلې د ماشومانو د ټولو حقونو او خپلواکیو په سرغړونو سره، یوه تته او تیاره راتلونکې د هغوی په برخه کوي.

معترضو ښځو ویلي، طالبان د امنیت خوندي کولو او عدالت د ټینګولو پر ځای، «په له شرمه ډک ښځې ځپوونکي فرمانونو په صادرولو او د انساني حقونو تر پښو لاندې کولو باندې بوخت دي.»
د دې غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو او ماشومانو د دفاع حقونو له بنسټونو غوښتي، چې په افغانستان کې په ماشومتوب کې د واده د رسمیت پېژندنې په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د زوجینو د جلاوالي اصولنامه د تېرې اوونۍ د پنشنبې په ورځ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې ماشومانه ودونه د دې ډلې له خوا په رسمیت پېژندل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح کېدل، د بشري حقونو د بنسټونو او ماشومانو د حقونو د فعالانو د اندېښنې لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ډېری غړي له کم عمره نجونو سره په ودونو او د څو ښځو په لرلو تورن دي. د دې ډلې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، له واک څخه په ګټې اخیستې له کم عمره نجونو سره په جبري توګه ودونه کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه