د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هلمند کې د یوې مرمۍ د چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

20 مې 2026
هلمند کې د یوې مرمۍ د چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دې ولایت «خانشین» ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله، دوه ماشومانو ژوندی بایللی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

رخشانه: دا پېښه نن (چهارشنبې د غوايي ۳۰ مه) له غرمې مخکې د خانشین ولسوالۍ د «سبز قلعه» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، ماشومانو یوه پخونۍ مرمۍ موندلې او وروسته یې اور ته اچولې ده.

دې مرمۍ اور ته تر لوېدو وروسته چاودنه کړې، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.

د دې ماشومانو مور د درملنې په موخه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوې ده. د هغې روغتیايي وضعیت «ښه» بلل شوی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دا دوه ماشومان هلکان و او درې او ۱۰ کاله عمرونه یې درلودل.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

د تېرو جګړو پاتې شووني ناچاودني توکي او ماینونه، هر کال د لسګونو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

تېره اوونۍ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم د ناچاودو توکو په چاودنو کې د پنځو ماشومانو، یوې ښځې او یوه نارینه په ګډون اوو تنو ژوند له لاسه ورکړی وو او یو بل ماشوم ټپي شوی وو.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه