د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هانا نیومن: طالبان باید اروپا ته دعوت نه شي

21 مې 2026
هانا نیومن: طالبان باید اروپا ته دعوت نه شي

عکس: European Union 2020 - Source: EP. Photographer: Laurie DIEFFEMBACQ

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن د افغان کډوالو ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره، اروپايي ټولنې ته د طالب چارواکو د بلنې په غبرګون کې، ویلي دغه ډله باید اروپا ته دعوت نه شي.

رخشانه: نیومن نن (پنشنبې د غوايي ۳۱ مه) د اروپايي ټولنې پارلمان کې د وینا پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

د اروپايي ټولنې دغې غړې په خپله وینا کې، د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو ځپنه «ظالمانه او وحشیانه» بللې ده.

هغې ویلي دي: «هېڅ دا ادعا نه شي کولی چې [د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو په محدودیتونو] نه پوهېږي»، خو له دې سره سره، د اروپايي ټولنې کمېسیون د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره طالبانو ته بلنه ورکوي.

نیومن زیاته کړې، د اروپايي ټولنې کمېسیون ادعا کوي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره طالب چارواکو بلنه «له سیاست سره تړاو نه لري او دا مسلکي خبرې اترې دي.»

هغې طالبان «افراطیان» بللي وايي، د دې ډلې د چارواکو پر مخ د دروازې پرانستل، د اروپايي ټولنې د کمېسیون، اروپايي ټولنې د پارلمان او اروپايي ټولنې د شورا د ژمنو پر خلاف کار دی.
مېرمن نیومن ویلي، د اروپايي ټولنې کمېسیون، «بشري حقونو، بې خنډه بشردوستانه لاسرسي، د ترهګرۍ په مرکز بدلېدو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو مخینوي او د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د اروپايي ټولنې د پارلمان دې غړې زیاته کړې، که طالبان بشري حقونه رعایت نه کړي، بشري مرستو ته د خلکو د لاسرسي خنډ شي، ترهګرو ډلو ته د افغان خاورې د کارولو اجازه ورکړي او ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي، نو د اروپا بلنه باید ور نه کړل شي.

هغې له دې وړاندې هم په وار وار اروپايي ټولنې ته، د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو لپاره د طالب چارواکو د سفر مانع شوې وه.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه