د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د ماشومانو له حقونو او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده

21 مې 2026
معترضې ښځې: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د ماشومانو له حقونو او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه.

د ښځو څو اعتراضي غورځنګونو د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامې او په کې د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندلو په غبرګون کې ویلي، دا قانون د ماشومانو له حقونو او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: دې اعتراضي غورځنګونو نن (پنشنبې د غوايي ۳۱ مه) په یوه ګډه اعلامیه کې، د طالبانو له لوري د ماشومتوب واده قانوني کول په کلکو ټکو غندلی دی.

معترضو ښځو په اعلامیه کې لیکلي، د ماشومتوب واده، د نجونو په وړاندې یو ډول تاوتریخوالی دی، چې د هغوی د زده کړې، آزادۍ، روغتیا او راتلونکې له منځه وړي.

هغوی د طالبانو له لوري د ماشومتوب واده قانوني کول سخت غندلي او هغه یې د ماشومانو او ښځو له حقونو او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې.

د ښځو د اعتراضي غورځنګونو غړو ویلي، طالبان د «په ښځو ځپوونکو او افراطي سیاستونو سره هڅه کوي، نجونو له خپلو لومړنیو انساني حقونو محرومې کړي.»

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د «طالبانو د دې غیرانساني ګام» په وړاندې چوپ نه شي او د افغان نجونو او ښځو د خوندیتوب لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

د اعتراضي غورځنګونو غړو د طالبانو د دې اصولنامې په اړه خبرداری ورکړی وايي، د ماشومتوب واده د قانون په وړاندې چوپتیا «له ظلم سره ملګرتیا ده.»

د زوجینو د جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني ډول په رسمیت پېژندل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح کېدو، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو فعالان او معترضې ښځې د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح کول، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې د منظم تاوتریخوالي یو ډول بولي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه