د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو بامیانو کې د یوې محلي راډیو دفتر وتاړه

21 مې 2026
طالبانو بامیانو کې د یوې محلي راډیو دفتر وتاړه

عکس: رادیو بامیان.

بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتي ځواکونو په دغه ولایت کې، د «راډیو بامیان» مخینې لرونکې غږیزې رسنۍ دفتر مهر لاک او وتاړه.

رخشانه: بامیانو کې لږ تر لږه دریو سرچینو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دې راډیو دفتر یکشنبې د (غوايي ۲۷ مه) د طالب استخباراتو له خوا مهر لاک شوی دی.

د سرچینې په وینا، طالب استخباراتي ځواکونو د دې ولایت د مرکز «شهر نو» سیمه کې د بامیان راډیو په دفتر یرغل کړی او دا رسنۍ یې له کوم دلیل او توضیح پرته تړلی دی.

سرچینې زیاته کړې، په دې ولایت کې د طالبانو محلي ادارې له تېرو څو کلونو راهیسې د بامیان راډیو د فعالیت جواز نه دی تمدید کړی.

په ورته وخت بامیانو کې د طالبانو د والي ویاند صبور سیغاني سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، د بامیان راډیو دفتر د جواز نه نوي کولو له امله مهر لاک شوی دی.

هغه په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي. معلومه نه ده، چې د طالبانو ځايي اداره به دې غږیزې رسنۍ ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي که نه.
بامیان سیمه ییزه راډیو په دې ولایت کې لومړنۍ خصوصي رسنۍ ده، چې په ۱۳۸۲ لمریز کال یې د ۸۹.۷ اېف اېم څپو باندې خپرونې پیل کړې.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

دې غږیزه رسنۍ په خپل تېر۲۳کلن فعالیت کې، کلتوري، هنري، اقتصادي او سیاسي خپرونې د بامیانو خلکو ته وړاندې کولې.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیت سخت محدودیتونه لګولي دی. دې ډلې په یاده موده کې لسګونه خبریالان نیولي، څو تنه یې زنداني کړي او د لسګونو رسنیو فعالیت یې درولی دی.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه