د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د ښځو او نجونو د حقونو د زیانمېدو لامل کېږي

21 مې 2026
یوناما: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د ښځو او نجونو د حقونو د زیانمېدو لامل کېږي

عکس: UNAMA NEWS via BBC

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې په غبرګون کې ویلي، دا قانون د افغان ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل کېږي.

رخشانه: یوناما نن (پنشنبې د غوايي ۳۱ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامې په تړاو «شدیده» اندېښنه ښودلې ده.

اعلامیه کې راغلي، دا قانون «د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کولو د یوه بل ګام ښکارندوی ده او په قوانینو او عمل کې تبعیض لا بنسټیز کوي.»

یوناما، «د زوجینو جلاوالي اصولنامه» «نابرابري» بللې وايي، د دې قانون له مخې، نارینه د طلاق برخه کې له یو اړخیزه حق څخه برخمن دي او ښځې باید له مېړه د جلاوالي لپاره پېچلې او محدودونکې قضايي لارې تعقیب کړي.

اعلامیه کې پر دوام لیکل شوي «دې ډول وضعیت جوړښتي تبعیض پیاوړی کړی او په بنسټیزو مسایلو، په ځانګړې توګه کرامت، امنیت او هوساینې کې د ښځو خپلواکي محدودوي.»

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما سرپرست ویلي، د زوجینو د جلاوالي اصولنامه د «یوې پراخه او ژورې اندېښمنوونکې لارې برخه ده، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول بیانوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغه پر دوام ویلي، دې فرمان د نجونو پر زده کړه او په ټولنه کې د ښځو پر ګډون د محدودیتونو سربېره، تبعیض بنسټیز کړی او یو داسې نظام رامنځ ته کوي، چې په کې ښځې او نجونې له خپلواکیو، فرصتونو او عدالت ته له لاسرسي محرومېږي.»

همدارنګه یوناما ویلي، د طالبانو له لوري د دې قانون په توشېح سره، د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندلی شوی او د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب خنډ کېږي.

دې بنسټ د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د زوجینو جلاوالي اصولنامې عدلت ته لاسرسی لنډ کړی او شته نابرابرۍ یې لا شدیدې کړې دي.

یوناما ټینګار کړی، چې افغانستان د خپلو نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو او د ماشومانو له حقونو د ساتنې ژمنو په عملي کولو مکلف دی.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، چې خپل قوانین او سیاستونه، د واده د انتخاب حق ته د درناوي، د ماشومانو د ودونو له منځه وړو، عدالت ته لاسرسی ډاډمن کول او د افرادو د حقونو او عزت ساتنې په ګډون، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره همغږي کړي.
د زوجینو د جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني ډول په رسمیت پېژندل شوی دی.

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح کېدو، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو فعالان او معترضې ښځې د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح کول، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې د منظم تاوتریخوالي یو ډول بولي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه