د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملاله بنسټ: د طالبانو نوی قانون د ښځو په ژوند «بنسټیزه سلطه» ده

23 مې 2026
ملاله بنسټ: د طالبانو نوی قانون د ښځو په ژوند «بنسټیزه سلطه» ده

ملالې بنسټ (Malala Fund) د «زوجینو جلاوالي اصولنامې» توشېح ته په غبرګون کې وايي، دا قانون د «حقونو له یوې ساده سرغړونې» ورپورته دی او د افغان ښځو او نجونو د ژوند په ټولو اړخونو «بنسټیزه سلطه» رامنځ ته کوي.

رخشانه: دې بنسټ تازه پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، د طالبانو د مشر له خوا د ښځې او مېړه جلاوالي قانون توشېح ته غبرګون ښودلی دی.

ملالې بنسټ لیکلي، طالبانو په دې قانون کې «د نجلۍ چوپتیا د واده لپاره په رضایت» تعبیر کړې ده.

دې بنسټ زیاته کړې، طالبانو ګام په ګا داسې یو نظام جوړ کړیو چې د ښځو او نجونو د ژوند په ټولو اړخونو سلطه لري.

ملالې بنسټ ټینګار کړی «کله چې حذف او محرومیت په قانون کې ولیکل شي، دا نو نور یوازې د حقونو نقض نه، بلکې په یوې بنسټیزې سلطې بدلېږي.»

دې بنسټ، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، ښځې د حساب ورکولو، عدالت او جنسیتي توپیر د پای ته رسولو غوښتنې په لومړۍ کرښه کې دي.
د زوجینو د جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوې ده. په دې قانون کې د ماشومتوب واده په قانوني توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح کېدو، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو بنسټونو غبرګون راپارولی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو، د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح کېدل، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې ښکار تاوتریخوالی بللی دی.

یوناما هم دوه ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې د دې قانون د توشېح په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او لیکلي یې وو، دا قانون د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل کېږي.

دې بنسټ د «زوجینو د جلاوالي اصولنامه» «نابرابره» بللې لیکلي یې دي، د دې قانون له مخې، نارینه د طلاق برخه کې له یو اړخیز حق نه برخمن دي او ښځې باید له مېړه د جلاوالي لپاره، پېچلې او محدودونکې قضايي لارې تعقیب کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه