د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي

24 مې 2026
کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته تایید کړې، چې د کابل شهزاد سرای ته نېږدې په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

رخشانه: ځدراڼ ویلي، دا نښته نن (یکشنبې د غبرګولي ۳ مه) د کابل ښار شهزاد سرای ته نېږدې د «زرګرۍ په یوه بازار» کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زیاته کړې، د دې پېښې د قربانیانو په منځ کې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد زوی احسان الله مجاهد، د هغه یو ساتونکی، یو سړی او یوه ښځه شامل دي.
کابل کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند د وژل شوې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ځدراڼ وايي، دا نښته د «شخصي دښمنۍ» له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې یو «برید کوونکی ټپي» او د الله ګل مجاهد د کورنۍ یو غړی د دې پېښې په تړاو نیول شوی دی.

نن له ماسپښین وروسته یو شمېر رسنیو د کابل ښار شهزاد سرای ته نېږدې د وسله والې نښتې خبر ورکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه