د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې مېرمنې: د زوجینو جلاوالي اصولنامه، شرمونکی سند او د افغان نجونو غلامۍ ته مشروعیت ورکول دي

24 مې 2026
معترضې مېرمنې: د زوجینو جلاوالي اصولنامه، شرمونکی سند او د افغان نجونو غلامۍ ته مشروعیت ورکول دي

د «ښځو حرکت شبکې» او «د آزادۍ لپاره د افغان ښځو یووالي غورځنګ» د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې ته غبرګون کې وايي، دا یو شرموونکی سند او د افغان نجونو غلام کولو ته د مشروغیت ورکول دي.

رخشانه: دې دوه غورځنګونو نن (یکشنبې د غبرګولي ۳ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د دې قانون توشېح کول ښيي، چې د طالبانو حکومت، پر ځپنې، ښځو ځپلو او د ماشومانو د حقونو له منځه وړلو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د دې دوه غورځنګونو په اعلامیه کې راغلي، دا طالبان دا مهال د «شریعت» تر نامه لاندې په رسمي توګه د ماشومانو پلورنې د قانوني کولو په لټه کې دي.

معترضو ښځو ویلي، دغه ډله غواړي افغان نجونوې له درسي ټولګیو د واده جبري ګوټو او د ماشوم توب له خوبونو غلې هدیرې او تاوتریخوالي ته ټېل وهي.

هغوی د ماشومتوب واده د ماشومانو، انسانیت او د افغانستان د راتلونکې په وړاندې جنایت وباله وايي، طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې په توشېح سره «د نجونو بدن او ژوند د خپلې ایډیولوژیکې معاملې په توکو بدل کړي دي.»

د دې دوه اعتراضي غورځنګونو غړو ویلي، طالبانو د دې سند په توشېح سره، افغان نجونې د قانوني تېري او عصري غلامۍ قرباني کوي.

دوی ټینګار کړی، د طالبانو دا ګام د ماشومانو په وړاندې د هدفي جنایتونو سره توپیر نه لري او نړۍ نه باید هغه د کلتور، مذهب یا دود په توګه توجیه کړي.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او ټولو دولتونو غوښتي، چې طالبان د جنسیتي توپیر او د ماشومانو په وړاندې د جنایت د عامل په توګه محکوم کړي.

همدارنګه دوی دا غوښتنه هم کړې چې طالبان باید په نړیواله کچه د «دې غیرانساني سیاستونو د عاملینو» په توګه محاکمه شي.
د زوجینو جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د طالبانو د مشر له لوري د دې قانون توشېح کېدو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي. فعالانو دا قانون د بشري له حقونو ښکاره سرغړاوی او د ښځو او ماشومانو په وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی وباله.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه