د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کندهار کې د درې سیمه ییزه راډیوګانو دفترونه وتړل

24 مې 2026
طالبانو کندهار کې د درې سیمه ییزه راډیوګانو دفترونه وتړل

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د «تحسین القران، څانګې او زما زېور» راډیوګانو دفترونه وتړل او د هغوی خپرونې یې بندې کړې.

رخشانه: د دې دریو سیمه ییزه راډیوګانو خپرونې نن (یکشنبې د غبرګولي ۳ مه) کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا بندې شوې دي.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د دې راډیوګانو دفترونه «د رسمي جواز نه لرلو، د مالیاتو د اداینې او غیرمعیاري» له امله تړل شوي او خپرونې یې بندې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست «ملت ږغ» او «واړنګې» سیمه ییزه راډیوګانو ته هم ویلي، چې ژر تر ژره د خپلو اسنادو لېږد بشپړ کړي او خپل فعالیتونه قانوني کړي.

دې ریاست کندهار کې ټولو محلي راډیوګانو ته هم خبرداری ورکړی، چې «خپل نشرات د اسلامي اصولو او اخلاقو سره سم تنظیم کړي.»

د افغان خبریالانو مرکز (AFJC) د طالبانو له لوري کندهار کې د درې محلي راډیوګانو تړل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست، د محلي راډیوګانو د جوازنو د تمدید مخنیوی کړی دی.
دې بنسټ نن ماښام «یکشنبې د غبرګولي ۳ مه) په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا ګام هېواد کې د رسنیو د آزادۍ د ځپلو یوه بله ښکاره سرغړونه بللې او هغه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن اعلام کړی، چې په دغه ولایت کې یې د «تحسین القران، څانګې او زما زېور» راډیوګانو دفترونه وتړل او د هغوی خپرونې یې بندې کړې.

دا راډیوګانې پر داسې مهال تړل کېږي، چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، بامیانو کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د «شهرنو» په سیمه کې د بامیان راډیو په دفتر یرغل وروړ او دا رسنۍ یې وتړله.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

بامیانو کې د طالبانو د محلي ادارې ویاند ادعا کړې وه، چې د دې غږیزې رسنۍ دفتر یې د جواز نه نوي کولو له امله مهرولاک شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز د دې رسنۍ د فعالیت درېدو وروسته لیکلي چې د بامیان راډیو استازي څو ځلې د دې رسنۍ د جواز د نوي کولو غوښتنه وړاندې کړې وه، خو د طالبانو له لوري د هغه غوښتنه رد شوې ده.

یاد مرکز زیاته کړې، یوازې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د لږ تر لږه ۲۱ محلي تلوېزیونونو فعالیت، د ساه کښو د انځور خپرولو له امله درول شوی دی.

طالبانو په تېر یوه کال کې، اته رسنۍ او رسنیز بنسټونه د رسنیو د پالیسیو نه رعایت کولو له امله، د فعالیت درولو ته اړ کړي او لږ تر لږه د ۱۰ خبري بنسټونو او رسنیو جوازونه یې لغوه کړي دي.

دې ډلې په تېرو څه کم پنځو کلونو کې پر رسنیو د محدودیتونو سربېره، څو تنه خبریالان، کارکوونکي او رسنیز فعالان نیولي او څو تنه یې زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه