د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د افغان ښځو حقونه او امنیت کمزوری کوي

26 مې 2026
ملګري ملتونه: د زوجینو جلاوالي اصولنامه د افغان ښځو حقونه او امنیت کمزوری کوي

عکس: UN Women

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامې ته په غبرګون کې ویلي، دا سند د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب کمزوری کوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غبرګولي ۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د دې قانون توشېح کېدل د «اندېښنې» وړ دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، د زوجینو جلاوالي اصولنامې توشېح، د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب نور هم کمزوری کوي.

هغې زیاته کړې، د دې سند توشېح کېدل، «له هغې قوانینونو لرېوالی دی، چې د طالبانو تر راتګ وړاندې نافذ و، هغه قوانین چې لږ تر لږه د واده عمر یې ټاکلی و او جبري واده او د ماشومتوب واده یې جرم ګڼلی وو.»

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې وايي، د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامه کې د واده لپاره عمر نه دی ټاکل شوی او په دې سند کې د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندل شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، دا فرمان له مېړه نه د ښځې جلاوالی هم ستونزمنوي، ښځې د نارینه وو په پرتله له پېچلو حقوقي خنډونو له هغې جملې له مېړه د جلاوالي د غوښتنې کولو پر مهال د څو شاهدانو شهادت لرلو سره مخ دي.

دې بنسټ د زوجینو جلاوالي اصولنامې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، افغان ښځې او نجونې حق لري، له تاوتریخوالي او تبعیض پرته ژوند وکړي. هغوی د کرامت، امنیت، د تګ راتګ آزادي او په عمومي ژوند کې د ګډون حق لري.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې قانوني چوکاټونه باید د قانون په وړاندې برابري خوندي کړي، ښخې د تاوتریخوالي له هر ډول څخه وساتي او عدالت ته مانا لرونکی او له تبیعیض پرته لاسرسی تضمین کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو تړونونو او کنوانسیونونو ته، چې افغانستان یې هم غړی دی، ژمن پاتې شي.

د زوجینو جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني توګه په رسمیت پېژندل شوی او ښځې له خپل مېړه نه د طلاق اخیستو لپاره باید له ګڼو حقوقي خنډونه تېرې شي.

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح، د بشري حقونو د بنسټونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي. فعالان دا قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې یو ډول سیستماتیک تاوتریخوالي بولي او د دې قانون د لغوه کولو غوښتنه کوي.

طالبانو د بشري حقونو د فعالانو د غبرګون او د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنو ته په ځواب کې، د دې قانون توشېح کېدل، د افغانستان کورنۍ مسائل وبلل وايي، دا په نړیوالو بنسټونو پورې اړه نه لري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه