د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لغمان کې ترافیکي پېښه: ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي

30 مې 2026
لغمان کې ترافیکي پېښه: ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي

لغمان کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت قرغه يي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، د لسو ماشومانو، پنځو ښځو او درې نارینه وو په ګډون ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: لغمان کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازي، سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن (شنبې د غبرګولي ۹ مه) د سهار ۵:۳۰ بجې د کابل- جلال آباد پر لویه لار «سرخکان چوک» کې رامنځ ته شوې ده.

د نیازي په وینا، دا پېښه له پاکستان نه د راستېدونکو کډوالو د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله، رامنځ ته شوې ده.

ده زیاته کړې، په دې ترافیکي پېښه کې د لسو ماشومانو، پنځو ښځو او درې سړیو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

ترافیکي پېښې تر ډېره د لارو د خرابوالي او نه معیاري توب، له قانوني بریده ګرندي تګ، د ترافیکي قوانینونو نه مراعت کولو او د موټرونو د ورستوالي له امله رامنځ ته کېږي.

په هېواد کې هر کال د ترافیکي پېښو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان قرباني کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه