د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو په ښځو او نجونو د طالبانو د جنسي تېري ۲۱ پېښې مستندې کړې

30 مې 2026
ملګرو ملتونو په ښځو او نجونو د طالبانو د جنسي تېري ۲۱ پېښې مستندې کړې

انځور: بلخ کې د طالبانو د جنسي تېري یوه قرباني. ارشیف- رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د ملګرو ملتونو ملتونو امنیت شورا له خوا خپاره شوی راپور کې راغلي، یوناما په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له لوري د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې مستندې کړې دي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د سرمشني راپور چې تازه «شخړو پورې اړوند جنسي ځورونې» تر سرلیک لاندې خپور شوی، په ۲۰۲۵ کال کې شخړو پورې اړوند جنستي تاوتریخوالي پېښې څېړل شوې دي.

دې راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر دسمبر پورې موده رانغاړي راغلي، د ۲۰۲۴ په پرتله ۲۰۲۵ کال کې، شخړو پورې اړوند تاوتریخوالي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

د دې راپور له مخې، ۲۰۲۵ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د جنسي تاوتریخوالي داسې پېښې ثبت او تایید کړې، چې جنسي تېری، ډلیز تېری، جبري واده او په زور بربنډ کول په کې شامل دي.

راپور راوړي، ۲۰۲۵ میلادي کال کې، په افغانستان کې په ۱۵ ښځو او ۶ نجونو د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې ثبت شوې او د طالب ډلې امنیتي ځواکونه د دې پېښو عاملین دي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «سره له دې، چې ۲۰۲۱ کې د جبري واده په تړاو د طالبانو د ممنوعیت فرمان شته، خو د دې ډلې چارواکي د همدې ډول ودونو په ترسره کولو او دوام کې رول درلود.»

ملګرو ملتونو ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د ښځو ځپوونکو پالیسیو سره مخالفې یا یې په وړاندې اعتراض کړی، له خپل سرو نیونو او ځینې نیول شوې د ربړونې، ناوړه چلند او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د راپور پر بنسټ، طالبانو په ۲۰۲۵ کې هم د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او مدني خپلواکیو خپلو سختو محدودیتونو ته دوام ورکړ.

د ملګرو ملتونو راپور کې راځي، د بودیجې د کمښت له امله ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي. همدارنګه د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي سره د مقابلې سلګونه مرکزونه، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یې فعالیت کاوه هم تړل شوي دي.

راپور راوړي، طالبانو د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې د دې سازمان دفترونو او ودانیو له ننوتو راګرځولې، چې دې کار قربانیانو ته د خدماتو وړاندې کول لا پېچلي کړي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، د طالبانو له خوا د ښځو حقونو پورې اړوند قوانینو او ځانګړو محکمو له ړنګېدو څلور کاله وروسته، د ښځو د شکایتونو او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي پېښو د حل کړنلارو په اړه لا هم ډېره ناڅرګندتیا شته. ډېری دا دوسیې د نارینه مسوولینو له خوا مخ ته وړل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمشني آنتونیو ګوترش له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره د جنسي تاوتریخوالي ټولو ډولونو ته د پای ټکی کېږدي. هغه ټول قوانین، پالیسۍ او چلندونه، چې بشري حقونه او د ښځو او نجونو اساسي خپلواکۍ محدودوي، لغوه کړي.

نوموړي همدارنګه له دې ډلي غوښتي، چې د افغانستان د نړیوالو ژمنو او امنیت شورا اړوند پرېکړه لیکونو ته غاړه کېږدي، له هغې جملې د ۲۶۸۱ ګڼې پرېکړه لیک او ۲۰۲۴ مصوبې ته ژمن و واسي او په ملګرو ملتونو او غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار ممنوعیت لغوه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو د تېرې بیا پنځه کلنۍ واکمنۍ په اوږدو کې، رخشانې رسنۍ په ښخو د طالبانو د جنسي تېري څو پېښې مستندې کړې دي.

اړوندې لیکنې

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
خبر

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026
د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی
خبر

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

16 اگست 2026
د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه