د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ماشومتوب واده ماشومان له خپلواکې راتلونکې محروموي

31 مې 2026
معترضې ښځې: د ماشومتوب واده ماشومان له خپلواکې راتلونکې محروموي

په «جلا وطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ» ویلي، د ماشومتوب واده له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او ماشومان، د زده کړې، سالمې ودې، بدني او رواني روغتیا او خپلواکه راتلونکې له حق څخه محروموي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو، د ماشوم د نړیوالې ورځې په درشل کې په یوه اعتراضي بیانیه کې ویلي، افغانستان کې میلیونونه ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، له جدي محدودیتونو او ګواښونو سره مخ دي.

په دې بیانیه کې راغلي «د طالبانو سیاستونه او محدودیتونه، د ماشومانو د حقونو، په ځانګړې توګه د ماشومتوب واده د دودولو او مشروعیت ورکولو سرغړونې ته لار هواروي.»

معترضو ښځو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د پراخو محدودیتونو له دوامه اندېښنه ښودلې ده.

هغوی د ماشومتوب واده د بشري او ماشومانو د حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې وايي، هغه ماشومان چې د ماشومتوب واده قرباني کېږي، د زده کړې، سالمې ودې، بدني او رواني روغتیا او خپلواکې راتلونکې څخه بې برخې کېږي.

د جلا وطنه افغان ښځو غورځنګ پر دوام ویلي، هېڅ دود، عرف یا سیاسي تفسیر نه باید د ماشومانو د اساسي حقونو د سلب پلمه شي.

معترضو ښځو ټینګار کړي، چې نجونې حق لري خپله د ماشومتوب دوره په خوندیتوب، زده کړې او انساني کرامت کې تېره کړي او له جبري او له وخته مخکې واده څخه خوندي وي.

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو، دولتونو او د ماشومانو د حقونو له مدافعینو غوښتي، چې د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو د ملاتړ لپاره ګټور او عملي ګامونو اخیستو ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو د زوجینو جلاوالي قانون په توشېح سره د ماشومتوب واده په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی. په دې سند کې د ماشومې نجلۍ چوپتیا د واده لپاره د هغې د رضایت په مانا تفسیر شوې ده.

د دې سند توشېح کېدو د بشري په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقونو د بنسټونو اندېښنې راپارولې دي. فعلانو دا سند د بشري او ماشومانو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې او د طالبانو له خوا یې د هغې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

خو طالبانو د بشري او ماشومانو د حقونو د بنسټونو دې غوښتنې ته په ځواب کې د دې، قانون توشېح کېدل د افغانستان کورنۍ مساله بللې وايي، دا د بشري حقونو په بنسټونو پورې اړه نه لري.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه