د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

المان کې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ اعتراضي غونډه وشوه

31 مې 2026
المان کې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ اعتراضي غونډه وشوه

یو شمېر المان مېشتو افغانانو، د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د دې هېواد پلازمېنه برلین ښار کې اعتراضي لاریون وکړ.

رخشانه: دا اعتراضي غونډه پرون (شنبې د می ۳۰ مه) د المان په محلي وخت او د بشري حقونو د فعالانو او معترضو ښځو په شتون کې، په برلین ښار کې تر سره شوه.
ګډونوالو دا اعتراضي غونډه تر نړیوالو پورې، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او نجونو د غږ رسولو په موخه تر سره کړه.

دوی په دې غونډه کې د «ډوډۍ، کار او خپلواکۍ»، «طالبانو ته نه» او «جنستي توپیر ته نه» شعارونو په ورکولو سره، د افغان ښځو او وګړو سره خپل پیوستون څرګند کړ.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوالو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت او د هغوی د اساسي او مدني حقونو خوندیتوب ته د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه چوپتیا غوره نه کړي او د ښځو او نجونو له اساسي حقونو دفاع وکړي.
طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره، هغوی له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې کړې دي.

د طالبانو مشر کابو دوه اوونۍ وړاندې د زوجینو جلاوالي قانون توشېح کړ. هغه سند چې د بشري حقونو د څارونکو او فعالانو په اند، پر افغان ښځو او نجونو یو نوی محدودیت شمېرل کېږي.

په دې سند کې د طالبانو مشر د کم عمره ماشومانو واده په رسمیت پېژندلی او د نجلۍ چوپتیا یې واده ته د چمتوالي او تایید په مانا تعبیر کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو فعالانو دا سند د بشري او ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه بللې او د دې قانون او د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو یې د طالبانو د نورو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه