د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار سیند کې له ډوبې شوې ماشومې لس ورځې بې خبري

31 مې 2026
ننګرهار سیند کې له ډوبې شوې ماشومې لس ورځې بې خبري

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت کامې ولسوالۍ کې، په سیند کې یوه ماشومه نجلۍ چې شاوخوا لس ورځې مخکې ډوبه شوې لا هم ورکه ده.

رخشانه: د ننګرهار کامې ولسوالۍ ولسوالۍ کې دوه ځايی سرچینو رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، دا ماشومه د (غبرګولي په اوله) د کابل- جلال آباد پر لویه لار د کامې ولسوالۍ «سورۍ تېږه» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې سیند ته لوېدلې او په اوبو کې ډوبه شوې وه.
د سرچنیو په وینا، دا ماشومه شپږ کلنه او د کامې ولسوالۍ د «ګري» کلي اوسېدونکې وه.

سرچینو ته د دې نجلۍ خپلوانو چې غوښتل یې هویت یې پټ پاتې شي ویلي، دا ماشومه د خپلې کورنۍ د یو شمېر غړو سره یو ځای د یوې ترافیکي پېښې له امله سیند ته لوېدلې او اوبو کې ډوبه شوې وه.
د دې ماشومې د کورنۍ دو تنو غړو ویلي، په دې موده کې یې د نجلۍ د جسدو موندلو هڅو پایله نه ده ورکړې.

هغوی د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ او د کابل جلال آباد پر لویه لاره، د سیند پر غاړه اوسېدونکو څخه غوښتي، چې د دې ماشومې د جسدو موندلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د کابل- جلال آباد لویه لار د هېواد له هغې ګڼې ګوڼو ډکو لارو څخه ده، چې پلازمینه کابل له ننګرهار ولایت او د تورخم له لارې د پاکستان سره نښلوي.

دغه لار د غرنیو سیمو لکه، تنګي غارو او درونټې څخه د تېرېدو په دلیل، تل له شدیدو طبیعي ننګونو سره مخ او د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه