د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي» سویلي افریقا ته سفر کې د افغان ښخو د ملاتړ غوښتنه وکړه

1 جون 2026
«د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي» سویلي افریقا ته سفر کې د افغان ښخو د ملاتړ غوښتنه وکړه

عکس: رواداری

د «رواداری» بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې «د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي» سویلي افریقا ته سفر کې، د بشري حقونو د فعالانو سره لیدلي او د افغان ښخو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

رخشانه: رواداري نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي» د روان میلادي کال د می په ۲۵ مه سویلي افریقا ته سفر کړی وو.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د دې څلور ورځني سفر په اوږدو کې څارنوالانو او د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې جوړونکو، د بشري حقونو له فعالانو په ځانګړې توګه د جنستي توپیر ضد مبارزینو او د سویلي افریکا د بشري حقونو کمېسیون له غړو سره خبرې اترې کړې دي.

رواداري ویلي، د دې خبرو په ترڅ کې، د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي، له افغان ښځو د سویلي افریقا د بشري حقونو بنسټونو او فعالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

اعلامیه کې راغلي «افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت سره، د سویلي افریقا د بنسټونو، فعالانو او مبارزینو لېوالتیا په زړه پورې وه.»
د رواداری بشري حقونو بنسټ همدارنګه وايي، په ټولو ناستو او خبرو اترو کې له افغان ښځو او وګړو د همکارۍ او ملاتړ د دوام پر اړتیا ټينګار وشو.

روادارۍ ویلي، د سویلي افریقا د بشري حقونو بنسټونو په همکارۍ به، د سویلي افریقا له فعالانو، اکاډمیکو شخصیتونو، مبارزینو او دولتي بنسټونو سره د اړیکو پراخولو لپاره پلانونه جوړ او پلي کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

دې بنسټ تېر میلادي کال په لومړي ځل، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغان ښخو د حقونو د سرغړونو د څېړنو او مستند کولو لپاره ولسي محکمه جوړه کړه.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي
خبر

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

8 سپتمبر 2026
د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه