د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

۲۰۲۶ کې به افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته شي

2 جون 2026
۲۰۲۶ کې به افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته شي

عکس: WHO

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اټکل کړې، چې ۲۰۲۶ میلادي کال کې به افغانستان کې، له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوراځواکۍ اخته شي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غبرګولي ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومانو له منځه به کابو ۹۵ زره تنه له روغتیايي پېچلتیاوو سره مل سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلامیه وايي، له روغتیايي پېچلتیاوو سره مل په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان به د نه درملنې په صورت کې ښايي د مرګ له خطر سره مخ شي.

دې بنسټ زیاته کړې، له اقتصادي ستونزو، خوړو د نه خوندیتوب، د پرلپسې ناروغیو د خورېدو، اقلیمي بدلونونو او روغتیايي او خوړو خدماتو ته د محدود لاسرسي، له امله رامنځ ته شوې خوراځواکي د ټولو افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دوی د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) په مالي ملاتړ، په ټول هېواد کې زیان منونکو ټولنو ته د ژوند ژغورونکې تغذیې خدماتو چمتو کولو ملاتړ کوي.
د دې سازمان په وینا، د دې سازمان تر ملاتړلاندې مرکزونه، چې لږ بیارغول شوي، په اړینو تغذي تجهیزاتو، درملو او روزل شویو روغتیايي کارکونکو سمبال شويو تر څو د سختې خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو ته بېړني خدمات وړاندې کړي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیزا سالوادرو ویلي: «په وخت سره د تغدیې مداخلې کولی شي د ماشومانو ژوند وژغوري.»

هغه په ټول افغانستان کې ماشومانو او کورنیو ته د اړینو تغذیوي خدماتو وړاندې کولو لپاره د دوامداره بشري ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بشري مرستو صندوق او نورو روغتیايي او تغذيي شریکان، چې په ټول افغانستان کې د ماشومانو او زیان منونکو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکې تغذیې د خدماتو ملاتړ کوي ستاینه کړې ده.

د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره، په هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی. د بشردوستانه خدماتو وړاندې کوونکو نړیوالو فعالو بنسټونو تل په افغانستان کې له بشري بحران څخه خبرداری ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه