د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پروان کې ترافیکي پېښه: د څلورو ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند بایلود

2 جون 2026
پروان کې ترافیکي پېښه: د څلورو ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند بایلود

انځور: پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني

پروان کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، د څلورو ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.

رخشانه: پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکینیار ویلي، دا پېښه نن (سه شنبې د غبرګولي ۱۲ مه) شاوخوا ۹ بجې د شینوارو ولسوالۍ د «دره استامه» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړې، دا ترافیکي پېښه له سړک څخه د یوه «فلانکوچ» ډول مسافروړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د دې پېښې د ټپیانو، د عمر، جنسیت او روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا موټر د شینوارو ولسوالۍ له «دره استامه» سیمې د پروان مرکز چاریکارو ښار په لور روان وو، چې لومړی له سړک نه ووت او وروسته چپه شو.

د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د دې ډول خونړیو پېښو د رامنځ ته کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.

هر کال په ټول هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه په ترافیکي پېښو کې قرباني کېږي.

دغه ډول ډېری پېښې د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي قوانینو نه پلي کولو او موټرو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه