د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې له کوک ټاپوګانو ماته وخوړه

4 جون 2026
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې له کوک ټاپوګانو ماته وخوړه

عکس: ABDEL MAJID BZIOUAT/AFP via Getty Images

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې، د فیفا له لوري په نړیوالو لوبو کې د جواز تر لاسه کولو وروسته، په خپله لومړۍ لوبه کې د کوک ټپاګانو له ښځینه لوبډلې ماته ومنله.

رخشانه: دغه دوستانه لوبه نن سهار (پنشنبې د غبرګولي ۱۴ مه) د نیوزلنډ اوکلنډ ښار کې تر سره شوه.
د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې له سیالې لوبډلې یو ګول په تر لاسه کولو شا ته پاتې شوه.

دې لوبډلې په دویمه نیمايي کې ونه شوای کولی ورکړل شوی ګول جبران کړي او دا لوبه یې یو د صفر په مقابل کې د کوک ټاپوګانو ښځینه لوبډلې ته پرېښوده.

ټاکل شوې د دې دوستانه لوبلړۍ دویمه سیالي د روان میلادي کال د جون په ۸ مه اوکلنډ ښار کې تر سره شي.

دا به وکتل شي، چې د اسکاټلنډي روزونکي پائولین همیل شاګردانې به راتلونکې لوبه کې ورکړل شوی ګول جبران کړي که نه.

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې مشر روزونکی ویلي، دا لوبې د لوبغاړو سره مرسته کوي، چې له فشار او چاپېریال سره ښه بلد شي، په نړیواله کچه د لوبو وړتیا پیدا کړي او خپله وړتیا لا نوره پیاوړې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې لوبډلې اسکاټلنډی روزونکي زیاته کړې، د وړتیا تر لاسه کولو کمپونه په بېلا بېلو هېوادونو کې تر سره کوي، تر څو لوبغاړي د راتلونکو لوبو لپاره لا ښه سره راټول شي.

د «افغان محتده ښځو» فوټبال لوبډله، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو څخه جوړه شوې ده. د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې جوړه شوې ده. دې لوبډلې د ۲۰۲۵ میلادي کال په اکتوبر او نوامبر کې د لومړي ځل لپاره د مراکش ښار په «FIFA Unites: Women’s Series» په سیالیو کې ګډون وکړ.

فیفا څه موده وړاندې اعلان وکړو چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله کولی شي، د طالبانو له تایید پرته په رسمي لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې غړې، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، استرالیا، امریکا او اورپايي هېوادونو ته کډه شوې.

طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی له لوبو هم منع کړې دي. د دې بندیز په ترڅ کې د هېواد ټولې ښځینه ملي لوبډلې منحل شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه