د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوه افغان توکمه ښځه د ډنمارک د اوبو او انرژۍ وزیره شوه

4 جون 2026
یوه افغان توکمه ښځه د ډنمارک د اوبو او انرژۍ وزیره شوه

عکس: فیسبوک/سمیرا نوا.

افغان توکمه ځوانه ښځه سمیرا نوا د ډنمارک په دولت کې د اوبو، انرژۍ او عمومي خدماتو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

رخشانه: د ډنمارک لومړي وزیر مته فردریکسن پرون چهارشنبې د (غبرګولي ۱۳ مه) اعلان وکړ، چې د خپلې کابینې د نویو غړو نوملړ یې معلوم کړی دی.

هغه ویلي، د کابینې د غړو په نوي نوملړ کې یې افغان توکمه ښځه سمیرا نوا د اوبو، انرژۍ او عمومي خدماتو د وزیرې په توګه نومولې ده.

سمیرا نوا هم په خپله فسبوک پاڼه د یوې پوسټ په خپرولو سره لیکلي چې «اوس د ډنمارک تاریخ تر ټولو زرغون دولت په واقعیت بدل شوی دی. له اوونیو خبرو اترو وروسته، په رښتیا خوشحاله او فکر مې آرام دی.»

مېرمن نوا زیاته کړې: «کولی شم هغه ټول څه چې ډنمارک یې په یوه لوی هېواد بدل کړی دی، پیاوړی کړم، په ځانګړې توګه راتلونکو نسلونو ته.»

هغې د المات د دولت د پروګرامونو په اړه د سوسیال دموکرات، خلق سوسیالیست (SF) او منځلارو ګوندونو له رغنده خبرو مننه کړې ده.
نوا په پای کې لیکلي: «اوس دې ته لېواله یمو چې د دنمارک بشپړ مسوولیت په غاړه واخلم او د هېواد تر ټولو زرغون دولت لپاره مټې رابډوهم، دا به څومره لوی ویاړ وي، چې په دې ډول د ډنمارک په خدمت کې وم.»

سمیرا نوا په کال ۱۹۸۸ کې په ډنمارک کې زېږېدلې ده. د هغې مور او پلار په کال ۱۹۸۶ کې له افغانستان نه ډنمارک ته کډه شوي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغه د کپنهاګن په اقتصاد پوهنتون کې زده کړې کړې او له دې وړاندې یې د ډنمارک په فکري ټولنو او بېلا بېلو بنسټونو کې فعالیت کړی دی.

دا ځوانه افغان توکمه ښخه، په داسې حال کې د ډنمارک د کابینې غړې کېږي، چې په افغانستان کې ښځې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو بې برخې دي. طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره، هغوی د هېواد له ټولنیزې فضا حذفې کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه