د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: افغانستان کې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر د اوبو له بحران نه زیان ویني

4 جون 2026
یوناما: افغانستان کې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر د اوبو له بحران نه زیان ویني

عکس: یوناما

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، دې هېواد کې ښځې او ماشومانو له نورو ډېر د اوبو له بحران نه زیانمنېږي.

رخشانه: یوناما نن (پنشنبې د غبرګولي ۱۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، د خلکو تر منځ د اوبو برابرولو مسوولیت په برابره توګه نه دی وېشل شوی.

یوناما ویلي، د اوبو نړیوال راپور، چې د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۲۶ کال لپاره چمتو شوی، ښځې او نجونې د نورو په پرتله ډېر د اوبو راوړولو ستونزې ګالي.

د یوناما په وینا، د اوبو پراخېدونکي بحران، د افغانستان د خلکو پر ژوغند ژورې اغېزې کړې او ښځې او ماشومان له نورو ډېر د دې بحران زیان ویني.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اوبو بحران [د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې] شته جنسیتي نابرابرۍ لا شدیدې کړې دي.

راپور کې زیاته شوې، د روغتیايي او حفظالصحه امکاناتو د کمښت له امله، ټولنې په ځانګړې توګه ماشومان، له اوبو د خورېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ کېږي.
د سره صلیب نړیوالې کمېتې (ICRC) د روان لمریز کال په پیل کې اعلان وکړ، چې افغانستان کې د اوبو بحران مخ په زیاتېدو دی او ښځې او ماشومان د دې بحران ډېر بار په اوږو وړي.

د دې بنسټ په وینا، افغانستان کې ډېری کورنۍ لا هم اړ دي، چې د اوبو تر لاسه کولو لپاره په ساعتونو پلی تګ وکړي. په دې منځ کې ښځې او ماشومان د اوبو برابرو ډېر بار وړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه