د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې جنسیتي توپير د بشریت ضد جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د مذاکراتو اجندا کې ځای شو

5 جون 2026
افغانستان کې جنسیتي توپير د بشریت ضد جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د مذاکراتو اجندا کې ځای شو

د بشري حقونو فعاله او «جنسیتي توپیر ته پای ورکړی» کمپاین غړې میترا مهران وايي، افغانستان کې د جنسیتي توپير موضوع په رسمي توګه، د بشریت ضد جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د مذاکراتو اجندا کې ځای شوه.

رخشانه: مېرمن مهران نن (جمعه د غبرګولي ۱۵ مه) رخشانې رسنۍ ته و ویل، افغانستان کې «جنسیتي توپیر» په رسمي توکه د بشریت په وړاندې جرمنونو په اړه د ملګرو ملتونو په کاري اجنډا کې داخل شو.

همدارنګه مېرمن مهران په خپله اېکس پاڼه لیکلي «زموږ شریکانو په نه ستړې کېدونکې توګه د بېلا بېلو هېوادونو سره د «بشریت په وړاندې جرمونو» تړون کې د «جنسیتي توپير» د ځای پر ځای کولو لپاره عدالت غوښتنه وکړه.»

هغې زیاته کړې، د افغانستان په ګډون اوو هېوادونو، استرالیا، ایسلنډ، مکزیک، اسپانیا، شرقي تمیور او اروګونه، په رسمي ډول د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل، چې «جنسیتي توپیر» د «بشريت په وړاندې جرمونو» تړون کې ځای کړي.

د ښځو حقونو د دې فعالې په وینا، دا غوښتنه په دې مانا ده، چې «جنسیتي توپیر» په رسمي ډول د دې تړون اړوند خبرو اترو اجنډا ته داخل شوی دی.

مهران زیاته کړې، د روان کال د اپرېل ۳۰ مه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته وروستی ابتدايي مهلت وو، تر څو خپل لیکلي وړاندیزونه، د ملګرو ملتونو د بشریت په وړاندې جرمونو کنوانسیون ته وړاندې کړي.

د هغې په وینا، دا وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په شپږمه کمېټه کې د یادو شویو وړاندیزو تر څنګ، د دغه تړون د راتلونکو خبرو اترو بنسټ جوړوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته، هېواد کې د ښځو او نجونو به بنسټیزه خپلواکیو او حقونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو فعالانو، معترضو ښخو او د بشري حقونو بنسټونو په وار وار، د ښخو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د جنسیتي توپیر بېلګه بللې او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د جرم په توګه د هغې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه