د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلې یوې ښځینه کارکوونکې مړینه تایید کړه

5 جون 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلې یوې ښځینه کارکوونکې مړینه تایید کړه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان، د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNFPA) د یوې کارکوونکې فرشته عمادي د مړینې پخلی کړی دی.

رخشانه: ملګرو ملتونو نن (جمعه د غبرګولي ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د مېرمن عمادي د مرګ پخلی کړی او له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان په اعلامیه کې راغلي «د هغې کمی به سخت احساس شي، موږ د هغې کورنۍ، دوستانو او خپلونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»

ملګرو ملتونو «په دې سخت وخت کې د فرشتې عمادي د بازماندګانو د خصوصي حریم د درناوي» غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ معلومه کړې نه ده، چې دا مېرمن څه وخت، چېرته او څرنګه مړه شوې ده.

یو شمېر رسنیو پرون شپه د مېرمن عمادي د وژل کېدو خبر خپور کړی وو.

دا هم نه ده معلومه، چې فرشته عمادي په خپل مرګ مړه شوې او که وژل شوې ده.
د فرشتې عمادي یو تن خپلوان په خپله فسبوک پاڼه د هغې د مړینې پخلي کړی او لیکلي یې دي «د انجنیر ویس عمادي مېرمن وفات شوې ده.»

دې شخص د فرشتې عمادي د وژل کېدو په تړاو ځانګړي څه نه دي لیکلي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو ملګرو ملتونو پورې تړلو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. د طالبانو د امر له مخې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې څو میاشتې کېږي، چې په خپلو دفترو کې د شتون له حق څخه محرومې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

ملګرو ملتونو تېر کال اعلان کړی وو، چې کابل کې یې یو شمېر ښځینه کارکوونکې د ناپېژاهده وسله والو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه