د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نیومن: له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل تریخ او دوه مخی عمل دی

6 جون 2026
نیومن: له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل تریخ او دوه مخی عمل دی

EP. Photographer: Laurie DIEFFEMBACQ

د اروپايي ټولنې پارلمان غړې هانا نیومن بروکسل ته د طالب پلاوي د بلنې په غبرګون کې ویلي، په داسې حال کې، چې افغانستان کې میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، له ې ډلې سره د اروپايي ټولنې عامل یو تریخ او دوه مخی ګام دی.

رخشانه: نیومن پرون جمعه د (غبرګولي ۱۵ مه) بلجیم کې د مېشتې «اوراکتیو» خبري شبکې سره مرکه کې، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل او اروپا ته د دې ډلې د پلاوي په بلنه سختې نیوکې کړې دي.

هانا نیومن یوراکتیو ته ویلي دي: «څوک چې د بهرني سیاست اصول د کډوالو د ایستلو ژمنو قرباني کوي، هغوی هم خپل باور او هم خوندیتوب له لاسه ورکوي.»

نیومن بروګسل ته د طالبانو د پلاوي بلنه یو «تریخ او دوه مخی» ګام بللی زیاته کړې یې ده: سره له دې، چې میلیونونه افغان نجونې د زده کړې له حق نه محرومې دي، خو د طالبانو استازي په آزاده توګه اروپا ته سفر کولی شي.»

هغې ویلي: «که وښودل شي، چې اروپا په دومره آسانۍ تر فشار لاندې راځي، نور استبدادي رژیمونه به هم ډېر ژر خپلو موخو ته ورسږي.»

اروپايي کمېسیون دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی د فني خبرو لپاره بروکسل ته سفر وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې کمېسیون په وینا، د بروکسل خبرې اترې به تر فني کچې پورې وي او تر ډېره به د هغه افغان کډوالو د ایستلو پروسې اسانه کولو باندې متمرکزه وي، چې امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي یا په جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې به هېڅ لوړ پوړی چارواکی ګډون ونه لري، تر څو د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو له هر ډول برداشت څخه مخنیوی وشي.
دا لنډ مهالې بلنه وروسته له هغې تر سره کېږي، چې اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له لوري «هدفي سرغړونې» ښايي د «جنسیتي ځورونې» بېلګې وي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن، په وار وار د افغان کډوالو په تړاو اروپايي ټولنې ته د طالب چارواکو پر بلنې غبرګون ښودلی دی.

هغه څه موده وړاندې د اروپايي ټولنې پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال، د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو ځپل یو «ظالمانه او وحشي» عمل وباله ویې ویل، د دې ډلې د چارواکو پر مخ د دروازې پرانستل، د اروپايي ټولنې کمېسیون، اروپايي ټولنې د پارلمان او اروپايي ټولنې د شورا د ژمنو خلاف دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه