د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې طالبان «بې چادرۍ او مخ بنده ښځې او نجونې نیسي او زندان ته» یې لېږدوي

6 جون 2026
هرات کې طالبان «بې چادرۍ او مخ بنده ښځې او نجونې نیسي او زندان ته» یې لېږدوي

هرات کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونو پر دوام دا ځل پرېکړه کړې، چې بې چادرۍ او مخ بند پرته ښځې ونیسي او زندان ته یې ولېږدوي.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه دریو سرچینو ویلي، دا پرېکړه پرون جمعه د (غبرګولي ۱۵ مه) د هرات د والي په مشرۍ او د امربالمعروف ریاست په غونډه کې نیول شوې ده.

په دې غونډه کې تصمیم نیول شوی، چې سر له نن شنبې (ورځې» هغه ښځې، چې چادرۍ او مخ بند نه لري، تنګ جامې یې اچولې او سینګار کړې په بازه او عامو سړکونو ګرځي ونیول شي او زندان ته ولېږدول شوي.

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې ویلي، د امربالمعروف د ځریو یو ټیم چې اته ښځینه او اته نارینه پولیس به یې ملتیا کوي، د اجباري حجاب قانون د پلي کولو او د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ښځو د نیولو او زنداني کولو لپاره ځای پر ځای شي.

همدارنګه په دې جلسه کې د شوراګانو ټولو مشرانو، د ښاري ګذر ۲۵ وکیلانو او د هرات ښار د جوماتونو ملا آمامانو ته امر شوي، چې دا موضوع د جوماتونو له لارې ټولو خلکو ته واوروي.

هرات کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي: «د جومات امام ویل ورسته له دې به هغه ښځې، چې چادري او مخ بند ونه لري، تنګې جامې او آرایش کړې په بازار او عمومي سړکونو کې کرځي، د طالبانو د ښځینه پولیسو له خوا راټولې او زندان ته به ولېږدول شي.»

د هرات ښار د سیاوشان کلي د یوه جومات لمونځ کوونکي هم رخشانې رسنۍ ته وايي، د جومات ملا اما په ښکاره ډول و ویل چې حجاب نه لرونکې ښځې د طالبانو د امربالمعروف له خوا نیول کېږي او مېړونه به یې زندان ته واچول شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یوې بلې سرچینې هم د دې موضوع په تایید سره رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، د بې حجابه او له چادرۍ پرته ښځو په اړه د طالبانو امر د جوماتونو د ملاامامانو له خوا مقتدیانو ته اورول شوی دی.

هغه زیاته کړې: «د جومات ملا امام و ویل له دې وروسته هر هغه څه چې د دوی (طالبانو) د خوښې وړ حجاب ونه لري، نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي. که نیول شوی کس، د دولت د کارکوونکو د کورنۍ له غړو وي، کارمند په پیل کېږي نیول کېږي او وروسته ایستل کېږي.»
همدارنګه په هغه اطلاعیه کې چې د هرات کې د طالبانو د حج او اقافو ریاست له خوا خپره شوې هم راغلي، «هغه ښځې او نجونې چې اسلامي حجاب نه رعایت کوي، د امربالمعروف د ځریو له خوا نیول کېږي او زنداني کېږي او بیا هېڅو د ګیلې حق نه لري.»

هرات کې د ښځو و نجونو پر حجاب او جامو د محدودیتونو پلي کول او فشار کومه نوې موضوع نه ده، طالبانو له دې وړاندې هم دغه ښار کې په ښځو او نجونو د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه لګولي دي.

رخشانې رسنۍ په وار وار له دې وړاندې هرات ښار کې د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب، تګ او راتګ د طالبانو د محدودیتونو راپورونه او خبرونه خپاره کړي دي.

هرات ښار کې طالب ځواکونه هره ورځ د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو څلورلارو کې ولاړ وي، لیني او ټکسي موټرونه څاري تر څو مانتو لرونکې مېرمنې پورته نه کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه