د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: هرات کې د ښځو نیول له نړیوال ټولنې د طالبانو د باج اخیستو سیاست دوام دی

7 جون 2026
معترضې ښځې: هرات کې د ښځو نیول له نړیوال ټولنې د طالبانو د باج اخیستو سیاست دوام دی

انځور رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر حجاب د محدودیتونو له سختولو او د هغوی له نیولو وروسته، د «جنبش شنبه های ارغوان» غورځنګ غړو ویلي، د ښځو نیول له نړیوالې تولنې د طالبانو د باج اخیستو سیاست دوام دی.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (یکشنبې د غبرګولي ۱۷ مه) په یوه اعلامیه کې، هرات کې د ښخو غیرقانوني، پراخه او هدفمنده نیونه، په سختو ټکو غندلې ده.

د دې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، هرات کې د ښځو نیول د طالبانو، د منظم، تبعیض کوونکي، کینه کښ او ځپوونکي سیاست یوه برخه ده.

د غورځنګ غړې وايي، د طالبانو دا کار له بنسټیزو بشري حقونو ښکاره او څرګنده سرغړونه بلل کېږي او دا «د افغان ښځو د شتون، پوهې، دریځ او مقاومت پر وړاندې د طالبانو بې وسي ښيي.»

هغوی ویلي، طالبان د ښځو له حقونو او خپلواکیو سرغړونه او د هغوی نیونه، له نړیوالې ټولنې د امتیاز تر لاسه کولو او پر هغې د فشار راوړلو په موخه کاروي.

معترضو ښځو زیاته کړې، د «بې حجابۍ» په پلمه د ښځو نیول، د افغان ښځو د انساني کرامت، اساسي خپلواکیو او جامو د انتخاب څخه سرغړونه ده او هېڅ ډول قانوني، اخلاقي او اسلامي توجیه نه لري.

«جنبش شنبه های ارغواني» غړو په هرات کې د طالبانو له زندان نه، د نیول شویو ښځو او نجونو د بې قید و شرطه خوشي کولو غوښتنه وکړه.

معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له مدافع نړیوالو بنسټونو، دولتونو او یوناما غوښتي، چې د دې ناوریني وضعیت په اړه چوپتیا غوره نه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دوی د «نیول شویو ښځو د وضعیت، د خپل سرو نیونو پر دوام، تېري او د دې ډلې په زندانونو کې د ښځو او سړیو د جنسي ځورونې» په اړه اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو له پرون سهار راهیسې په هرات کې د ښځو او نجونو په حجاب او ګرځېدو محدودیتونه سخت کړي دي. د دې محدودیتونو په ترڅ کې د هرات ښار له بېلا بېلو برخو لسګونه ښځې او ځوانې نجونې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه