د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده

7 جون 2026
معترضې ښځې: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده

انځور رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

وروسته له هغې چې له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره، اروپا ته د طالب پلاوي د بلنې راپورونه خپاره شول، د «جنبش آزادګان در تبعید» غړو ویلي، اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (یکشنبې د غبرګولي ۱۷ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، اروپا ته د طالب چارواکو د بلنې په اړه «اندېښنه» ښودلې ده. د دوی په اعلامیه کې راغلي، دا ګام د بشري حقونو، عدالت، خپلواکۍ او نړیوالې ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، ښځې یې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې له ګډون څخه محرومې کړې دي.

د دوی په وینا، په نړیوالو ناستو کې د طالبانو ګډون او هغو ته مشروعیت ورکول، د میلیونونو افغان ښځو او وګړو کړاو ته، چې د دې افراطي او ښځې ځپوونکې ډلې د سیاستونو قرباني دي، نه پاملره ده.

معترضو ښځو ویلي، د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې اترې نه باید مدني ټولنې، ښځو، بشري حقونو د مدافعانو او د افغانستان د دیموکراتیکه ځواکونو د استازو پرته تر سره شي.

هغوی ویلي، له طالبانو بلنه، په داسې حال کې چې دغه ډلې د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي، قربانیانو ته یو اندېښمنوونکی پیغام رسوي او د عاملینو د حساب ورکولو هڅې کمزورې کوي.

د دې غورځنګ غړو د بروکسل غونډې له جوړونکو، ګدون کوونکو دولتونو، نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو له مدافعینو غوښتي، چې د طالبانو د ځپوونکو پالیسیو په وړاندې روښانه او اصولي دریځ ونیسي.

همدارنګه هغوی د بروګسل ناستې له ګډنوالو غوښتي، اجازه ورنه کړي، چې د طالبانو حضور، په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د عادي کولو، مشروعیت ورکولو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په توګه وګڼل شي.

معترضو ښځو د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر برابرۍ ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د ښځو او د بشري حقونو د قربانیانو غږ واوري.

د اروپا کمېسیون دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د فني خبرو اترو لپاره د طالبانو یو پلاوی بروکسلته سفر وکړي. په دې خبرو کې به له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تمرکز وشي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې هېڅ لوړ پوړی سیاسي چارواکی به په دې ناسته کې ګډون ونه لري، تر څو د طالبانو رژيم ته د مشروعیت ورکولو له هر ډول ګمان کولو څخه مخنیوی وشي.

د دې ناستې کره وخت او بروکسل ته د طالب پلاوي د ترکیب په اړه معلومات نشته. تر اوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه