د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هرات اوسېدونکي: په هراتي ښځو محدودیتونه پلي کول بې عدالت او کینه کښي ده

7 جون 2026
د هرات اوسېدونکي: په هراتي ښځو محدودیتونه پلي کول بې عدالت او کینه کښي ده

له هرات ښار نه د لسګونه ښځو او ځوانو نجونو د نیولو په ترڅ کې، د دې ښار اوسېدونکو، په دې ولایت کې طالب والي ته په یوه لیک کې لیکلي، په هراتي ښځو د محدودیتونو پلي کول، د دې ولایت د خلکو په وړاندې بې عدالتي کینه کښه چلنده دی.

رخشانه: په دې لیک کې چې پرون شنبې (د غبرګولي ۱۶ مه) د هرات اوسېدونکو له خوا په دې ولایت کې د طالبانو د والي په ادرس لیکل شوی، راغلي د ښځو او نجونو نیونه باید ژر تر ژره ودرول شي.

د هرات اوسېدونکو لیکلي «هراتي ښځې او نجونې د جامو او ټولنیز چلند له پلوه د دیني او ټولنیزو ارزښتونو ژوندی مثال دی او دا ولایت تل د هېواد یو له مهمو کلتوري، علمي او تمدني مرکزونو څخه پېژندل شوی دی.»

هغوی د «خپلې خوښې د محدودیتونو او افراطي تفسیرونو پلي کولو» په اړه اندېښنه ښودلې ویلي یې دي: «دا محدودیتونه د هرات له کلتوري او تاریخي روحیې سره جوړ نه راځي او کولی شي د دې ولایت په کلتوري څېره منفي اغېز وکړي.»

د هراتي اوسېدونکو په وینا، «ښه به دا وي، هر هغه اقدام، چې د هرات کلتوري حیثیت ته زیان رسوي یا ټولنیز وېش رامنځ ته کوي، مخه یې ونیول شي.»

د هرات اوسېدونکو په خپل لیک کې لیکلي: «یوازې په هرات کې پر ښځو د محدودیتونو پلي کول، د هرات د خلکو په وړاندې بې عدالتي او له کینې ډک چلند دی.»

دوی په دې ولایت کې د ښځو او نجونو پر جامو او حجاب د محدودیتونو په لګولو نیوکه کړې او طالبان یې د «یو بام او دوه هواوې» سیاست په چلولو تورن کړي دي.

هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر حجاب او ګرځېدو د محدودیتونو په ترڅ کې، له پرون راهیسې لږ تر لږه ۲۰ ښځې او ځوانې نجونې د «بې حجابۍ، ماسک نه لرلو او وېښتانو ښکارېدو» په تور د ښار له بېلا بېلو برخو نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵ مه) په یوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې د شنبې له ورځې به هغه «ښځې او نجونې، چې چادرۍ، مخ بند نه لري او تنګې جامې او سینګار کړې بازار او عامه سړکونو ته وځي» نیسي او زندان ته به یې اچوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د هراتي ښځو او نجونو نیونې، د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي او د هېواد وګړي یې غوسه کړي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه