د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د هرات له جبرئیل ښارګوټي لږ تر لږه لس ښځې او نجونې نیولې

7 جون 2026
طالبانو د هرات له جبرئیل ښارګوټي لږ تر لږه لس ښځې او نجونې نیولې

د هرات المهدي جبرئیل ښارګوټي کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د دې ښارګوټي له بېلا بېلو سیمو لږ تر لږه لس ښځې او نجونې ونیوې او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته ولېږدولې.

رخشانه: لږ تر لږه څلورو سرچینو رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، دغه شمېر ښځې او نجونې نن سهار (یکشنبې د غبرګولي ۱۷ مه) د «دولتي کلېنیک، بازارچه نګین، شلوغ بازار او چهارده متره بالا» څلورلارو څخه نیول شوې دي.

د سرچینې په وینا، ډېری له دغو ښځو او نجونو د «چادرنماز، ماسک نه لرلو او وېښتانو د ښکارېدو» په دلیل، د طالبانو د امربالمعروف له خوا ونیول شوې.

یوې سرچینه چې خپله د دې نجونو د نیولو شاهد وه ویلي دي، نن سهار پنځه ځوانې نجونې، چې دوو تنو یې سینګارتوکي پلورل، له بازارچه نګین څخه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوې.

د عیني شاهدانو په وینا، دا نجونې د «ماسک نه لرلو او وېښتانو ښکارېدو» په دلیل د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوې.

یوې بلې سرچینې هم ویلي، نن سهار دوه نجونې د جبرئیل ښارګوټي د «دولتي کلېنیک» له مخې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوې.

د سرچینې په وینا، دې نجونې «چادرنمازه او ماسک نه لرلو او وېښتانو» یې هم لیدل کېدل. سرچینې زیاته کړې، دوه درې تنه دوکانداران چې د دې نجونو د نیولو مخنیوی یې کاوه هم د طالبانو له خوا ونیول شول.

د هرات جرئیل ښارګوتي کې یوې بلې سرچینې ویلي، د نن سهار له لسو بجو مخکې یوه نجلۍ چې «ماسک او چادرنماز» یې هم درلودل، د «دولتي کلېنیک» له مخې ونیول شوه. د سرچینې په وینا دې ځوانې نجلۍ «ژړل».

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د رخشانې رسنۍ سرچینې د جبرئیل ښارګوتي څخه د نیول شویو ښخو او نجونو له برخلیک او د هغوی د لېږد د ځای په اړه بې خبري وښوده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د نن سهار راهیسې د دې ښارګوټي په بېلا بېلو سیمو کې، د ښځو او نجونو د حجاب څارلو په موخه زیات شوي دي. سرچینو زیاته کړې، د طالبانو په امربالمعروف ځواکونو کې ښځینه مامورینې هم تر سترګو کېږي.

پرون په هرات کې د ښځو او نجونو پر حجاب او ګرځېدو د طالبانو د سختو محدودیتونو په ترڅ کې، سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې لږ تر لږه ۱۲ ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور د ښار له بېلا بېلو سیمو ونیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵ مه) په یوه غونډه کې پرېکړه کړې وه، چې سر له شنبې (پرون) راهیسې به «هغه ښځې او نجونې، چې چادري، مخ بند نه لري، تنګې جامې او سینګار کړې بازار او سړکونو ته» راوځي ونیول شي او زندان ته به ولېږدول شي.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د هراتي نجونو او ښځو نیولو د بشري حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه