د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما هرات کې د ښځو او نجونو په نیونې اندېښنه وښوده

7 جون 2026
یوناما هرات کې د ښځو او نجونو په نیونې اندېښنه وښوده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) هرات کې د لسګونه ښځو او ځوانو نجونو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې وايي، دا اقدام د بشري حقونو جدي اندېښنې له ځان سره لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د غبرګولي ۱۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، هرات ښار کې د لسګونه ښځو او نجونو نیونې ته غبرګون ښودلی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي «هرات کې د حجاب نه رعایت کولو په تور د ګڼو ښځو او نجونو نیول» د بشري حقونو جدي اندېښنې له ځان سره لري.

یوناما زیاته کړې «ټول خلک د خپلواکۍ او ګرځېدو حق لري او د ښځو او سړیو په ګډون ټول خلک حق لري، چې د قانون څخه برابر برخمن وي.»
طالبانو پرون په هرات کې د ښځو په حجاب او ګرځېدو سخت بندیز لګولی دی.

طالبان دیروز محدودیت‌های شدیدی بر رفت‌وآمد و پوشش زنان در هرات وضع کردند.

د ځايي سرچینو د راپورونو له مخې، له پرون راهیسې لږ تر لږه ۲۰ ښځې او ځوانې نجونې، د «بې حجابۍ، ماسک نه لرلو او وېښتانو ښکارېدو» په تور، د هرات ښار له بېلا بېلو سیمو نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵ مه) په یوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې د شنبې له ورځې به هغه «ښځې او نجونې، چې چادرۍ، مخ بند نه لري او تنګې جامې او سینګار کړې بازار او عامه سړکونو ته وځي» نیسي او زندان ته به یې اچوي.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د هراتي ښځو او نجونو نیونې، د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي او د هېواد وګړي یې غوسه کړي دي.

د هرات اوسېدونکو طالب والي ته په یوه لیک کې لیکلي، په هراتي ښځو د محدودیتونو پلي کول، د دې ولایت د خلکو په وړاندې بې عدالتي کینه کښه چلنده دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دوی د طالبانو له بنده د ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده وايي، د «خپلې خوښې د محدودیتونو او افراطي تفسیرونو پلي کولو» د خلکو د اندېښنې لامل شوی دی.

د هرات اوسېدونکو په خپل لیک کې لیکلي: «یوازې په هرات کې پر ښځو د محدودیتونو پلي کول، د هرات د خلکو په وړاندې بې عدالتي او له کینې ډک چلند دی.»

دوی په دې ولایت کې د ښځو او نجونو پر جامو او حجاب د محدودیتونو په لګولو نیوکه کړې او طالبان یې د «یو بام او دوه هواوې» سیاست په چلولو تورن کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه