د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پکتیکا کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي

8 جون 2026
پکتیکا کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي

پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ولایت په یحی خېل ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي.

رخشانه: په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه پرون سهار (یکشنبې د غبرګولي ۱۷ مه) د یحی خېل ولسوالۍ د «میترګي» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

پکتیکا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، دا ښځه او سړی د «نامشروع اړیکې» په تور وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې د وژل شویو دوه کسانو د هویت او عمر په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې دا ښځه او سړی د څه شي په وسیله وژل شوي دي.

پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې د پېښې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، د پېښې د سپیناوي لپاره یې خپلې پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی د «مینې د اړیکې» په تور د ښځې د ورور له خوا وژل شوي وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ناموسي وژنې او جنايي پېښې بې مخینې زیاتې شوې دي.

د رخشانې رسنۍ د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۷ ښځې او نجونې، د کورنیو، د بېوزلۍ له امله د ځان وژنې او له کوره د تېښتې پېښو قرباني شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان تر ډېره په هېواد کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې او جنايي پېښې پټې کړې او نه یې رسنیزې کوي. دا ډله ځايي سرچینو ته هم د جنايي پېښو د رسنیز کولو اجازه نه ورکوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه