د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: هرات کې د ښځو نیول غیر قانوني او د نه منلو دي

8 جون 2026
بنټ: لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

هرات کې د ښځو د نیولو په اړه د غبرګونو پر دوام، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، هرات کې د ښځو نیول غیر قانوني او د نه منلو دي.

رخشانه: بنټ نن ماښام (شنبې د غبرګولي ۱۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، هرات کې د حجاب نه رعایت کولو په تور د ښځو له نیول کېدو «په ژوره توګه اندېښنمن» دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، د طالبانو د خوښې وړ جامو نه اغوستو په تور د ښځو خپل سرې نیونې غیرقانوني او د نه منلو دي.

هغې د هراتي ښځو د نیونې د درولو غوښتنه کړې وايي، نیول شوې ښځې باید له ځنډ پرته خوشي کړای شي.

هرات کې د طالبانو محلي ادارې د روانې اوونۍ له شنبې ورځې راهیسې هرات کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ او جامو سخت محدودیتونه لګولي او لږ تر لږه ۲۰ ښځې او ځوانې نجونې یې، د ښار له بېلا بېلو برخو نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.
د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د هراتي ښځو او ځوانو نجونو نیونې، د بشري حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي او ګڼ هېوادوال یې غوسه کړي دي.

د هرات اوسېدونکو په دې ولایت کې د طالبانو والي ته په یوه لیک کې لیکلي، پر هراتي ښځو د محدودیتونو لګول، بې عدالتي او د دې ولایت له خلکو سره له کینې ډک چلند دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې هرات کې د لسګونو ښځو او نجونو نیول، د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې هم ویلي، دا نیونې د افغان ښځو او نجونو د ځپوونکي دوام یادونه کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هرات کې د ښځو او ځوانو نجونو خپل سرو نیونو ته په غبرګون کې ویلي، دا ډول راپورونه له حقیقت نه لرې او «واقعیت» نه لري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه