د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بنښنې نړیوال سازمان: هرات کې د ښځو نیول، د افغان ښځو د حقونو د ځپلو دوام دی

8 جون 2026
د بنښنې نړیوال سازمان: هرات کې د ښځو نیول، د افغان ښځو د حقونو د ځپلو دوام دی

انځور: بنښنې نړیوال سازمان

په وروستیو دوه ورځو کې هرات ښار کې د لسګونو ښځو او ځوانو نجونو د نیولو په ترڅ کې د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې ویلي، دا نیونې د افغان ښځو او نجونو د ځپوونکي دوام یادونه کوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، هرات کې د حجاب نه مراعات کولو په تور د ښځو او نجون نیول د اندېښنې وړ دي.

د بښنې نړیوال سازمان اعلامیه کې راغلي، هره ښځه حق لري، چې د خپلو جامو په اړه تصمیم ونیسي، خپلواکه وګرځي، په عمومي ژوند کې ګډون ولري او له وېرې او ډار پرته ژوند وکړي.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره د نیول شویو ښځو د توقیف ځای اعلان کړي، د هغوی خوندي بېرته ستنېدو ډاډ ورکړي او د ښځو پر جامو محدودیتونه پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید په بیړه په طالبانو فشار زیات کړي تر څو [دا ډله] د ښځو او نجونو منظمنه ځپنه ودوري.

هرات کې د طالبانو محلي ادارې د روانې اوونۍ له شنبې ورځې راهیسې هرات کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ او جامو سخت محدودیتونه لګولي دي او لسګونه ښځې او ځوانې نجونې یې، د ښار له بېلا بېلو برخو نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه په ښار کې د ګزمې په حال کې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې دوه ښځې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول کېږي. دغه دوه ښځې د دوه نارینه مامورینو له خوا نیول کېږي.

د ځايي سرچینو د راپور له مخې د شنبې ورځې راهیسې لږ تر لږه ۲۰ ښځې او ځوانې نجونې د «حجاب نه مراعت کولو، ماسک نه درلودو او وېښتانو ښکارېدو» په تور د هرات ښار له بېلا بېلو برخو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د هراتي ښځو او ځوانو نجونو نیونې، د بشري حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي او ګڼ هېوادوال یې غوسه کړي دي.

د هرات اوسېدونکو په دې ولایت کې د طالبانو والي ته په یوه لیک کې لیکلي، پر هراتي ښځو د محدودیتونو لګول، بې عدالتي او د دې ولایت له خلکو سره له کینې ډک چلند دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې هرات کې د لسګونو ښځو او نجونو نیول، د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه