د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

جورجت ګانیون: هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې طالبانو نیولې

8 جون 2026
جورجت ګانیون: هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې طالبانو نیولې

انځور: یوناما

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي، مرستیاله او د یوناما سرپرسته جورجت ګانیون وايي، طالبانو په هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولي دي.

رخشانه: ګانیون نن ماښام (دوشنبې د غبرګولي ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې ناسته کې ویلي، افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

هغې په دې ناسته کې زیاته کړې، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو شدید او پراخ محدودیتونه، د ټولو وګړو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لري.

د یوناما سرپرستې ټینګار کړی، چې د ښځو په زده کړو او کار کې په ګډون د طالبانو بندیزونه، د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.

ګانیون ویلي، هېواد کې د نجونو پر تحصیل د طالبانو محدودیتونه، د روغتیا او زده کړو په برخه کې د متخصصه ښځینه ځواک د کمېدو لامل شوي دي.

هغې ټینګار کړي، چې دا محدودیتونه په مستقیم ډول د عمومي خدماتو په وړاندې کولو اغېز کوي، روغتیايي پاملرنو ته د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لاسرسی لندوي او د مور او ماشوم د روغتیا پایلې لا ناوړه کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

ګانیون پر دوام ویلي، اټکل کېږي، چې د ۷ څخه تر ۱۸ کلنو ۳.۸ میلیونه نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بندې شوې دي. هر کال شاوخوا ۲۵۰ زره نورې نجونې په دوامداره توګه د منځنیو زده کړو له لارو محرومېږي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د ښځو او نجونو پر زده کړه او کار د طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو غوښتنه کړې وايي، د دې محدودیتونو لغوه کول د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه دي.

نوموړې همدارنګه د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو او بنسټونو ته د دې سازمان د ښځینه کارکوونکو د لاسرسي بندیز ته اشاره کړې وايي، دا محدودیتونه نه جبرانېدونکې پایلې له ځان سره لري.

مېرمن ګانیون د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون د بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې وباله وايي، دا سند د یوه داسې سیستم په بنستیز کېدو تمامېږي، چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو سره په تضاد کې دی.

دې له ګاوڼدیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدو ته هم اشاره کړې وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې نېږدې ۵.۹ میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي او اټکل کېږي، چې سږ کال ۲.۸ میلیونه نور کسان هم هېواد ته راستانه شي.

نوموړې ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ یو له سترو بشري بحرانونو سره مخ هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه