د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: هرات کې د سوله ییزه اعتراضونو ځپلو په اړه اندېښمن یو

9 جون 2026
بنټ: هرات کې د سوله ییزه اعتراضونو ځپلو په اړه اندېښمن یو

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

د هرات په جبرییل ښارګوتي کې د دریو تنو لاریون کونکو تر ټپي کېدو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، د طالبانو له لوري د لاریونوالو ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

رخشانه: بنټ نن (سه شنبه د غبرګولي ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، «هرات کې د سوله ییزه اعتراضونو په وړاندې له حده زیاتې زور کاروونې په اړه په ژوره توګه اندېښمن یو.»
هغه پر دوام زیاته کړې «اوس د دې وخت رارسېدلی چې تاوتریخوالی کم شي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بیان آزادۍ ته درناوی وشي.»

بنټ د [د هرات د جبرییل ښارګوټي لاریون کوونکو ته] د زیان رسولو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، د تاوتریخوالي عاملین باید په نښه او ځواب ویوونکي شي.

نن سهار د هرات جبرییل ښارګوونکي کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د دې ښارګووټي لسګونو تنو، د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور د ښځو نیولو په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه.
د سرچینو په وینا، د دې اعتراضي غونډې د جوړېدو په جریان کې، طالب ځواکونو د معترضینو د ځپلو په موخه پر هغوی مخامخ ډزې وکړې او لږ تر لږه درې تنه یې ټپيان کړل.
د طالب ځواکونو له خوا د لاریونوالو د ځپلو په هغه وډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو خپرې شوې هم لیدل کېږي، چې طالب ځواکونه د معترضانو په لور ډزې کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

عیني شاهدانو ویلي، دغه اعتراضي غونډه له څو ساعته وروسته، د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو په رارسېدو سره پای ته ورسېده. د عیني شاهدانو په وینا، طالب ځواکونه دا مهال کوڅه په کوڅه د لاریونوالو د نیولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
خبر

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026
د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی
خبر

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

16 اگست 2026
د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه