د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

برېتانیا: د افغان ښځو او مذهبي لږکیو د حقونو کمزوري کولو دوام د اندېښنې وړ دی

9 جون 2026
برېتانیا: د افغان ښځو او مذهبي لږکیو د حقونو کمزوري کولو دوام د اندېښنې وړ دی

انځور: GOV.UK

ملګرو ملتونو کې د برېتانیا د ځانګړي استازي مرستیال آرچي یانګ د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، افغانستان کې د ښځو او نجونو او مذهبي لږکیو د حقونو کمزوري کولو دوام د اندېښنې وړ دی.

رخشانه: یانګ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې ورځې (غبرګولي ۱۸ مې) په غونډه کې، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو فرمانونه او محدودیتونه وغندل.

هغه په دې ناسته کې ویلي دي: «د طالبانو وروستي فرمانونه [د زوجینو جلاوالي قانون] جنسیتي نابرابري لا بنسټیزه کوي، عدالت ته لاسرسی محدودوي او تبعیض کوونکي چلندونه په رسمیت پېژني.»

ملګرو ملتونو کې د برېتانیا استازي د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو او له تبعیض نه ډکو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه وايي، دا قوانین د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

یانګ زیاته کړې، چې له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ژمن هېوادونه له خپلو شریکانو سره هڅه کوي، د مرستو وړاندې کولو تګلاره کې د ښځو ګډون خوندي شي او سره له ګڼو محدودیتونو بشردوستانه مرستو ته د هغوی لاسرسی تضمین شي.
ملګرو ملتونو کې د برېتانیا ځانګړي ویلي، امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید ارزولو په حال کې ده. هغه په افغانستان کې د دې ماموریت په تمدید ټینګار کړی دی.

هغه د خپلو خبرو په پای کې له طالبانو وغوښتل، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او «د یوه ثبات لرونکي افغانستان تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ په څو اړخیزه تګلاره کې په رغنده توګه برخه واخلي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په شپه (د غبرګولي ۱۸ مه) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه. په دې ناسته کې، افغانستان کې د یوناما سرپرستې و ویل، افغان ښځې او نجونې له سختو او پراخه محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړې په دې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخ او سخت محدودیتونه، د ټولو وګړو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لري.

د یوناما سرپرستې ټینګار وکړ، چې د ښځو په زده او په کار کې پر ګډون د طالبانو محدودیتونه د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه