د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان د هرات جبرئیل کې د لاریونیانو ځپل وغندل

10 جون 2026
د بښنې نړیوال سازمان د هرات جبرئیل کې د لاریونیانو ځپل وغندل

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه.

د هرات جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو پر اعتراضیه غونډه، د طالبانو له لوري له ځپلو، نیولو او مخامخ ډزو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې، د طالبانو له خوا د معترضینو ځپل په کلکه غندلي دي.

رخشانه: دې سازمان نن ماښام (سه شنبې د غبرګولي ۱۹ مه) په یوه اعلامیه کې، د هرات د جبرئیل د لاریونیانو ځپلو او پر هغوی مخامخ ډزو ته غبرګون ښودلی دی.

دې سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي «هرات ولایت کې د ښځو د خپل سرې نیونې په غبرګون کې په معترضینو د طالب ځواکونو د ډزو راپور د ژورې اندېښنې وړ دی.»

دې بنسټ زیاته کړې «پر لاریونینو ډزې په افغانستان کې د سوله ییزو لاریونونو، د بیان پر آزادۍ او د ښځو پر حقونو د طالبانو د پرلپسې بریدونو یو ټاکان ورکوونکی زیاتوالی دی. هغه کسان چې په سوله ییزه توګه لاریون کوي، هېڅ کله باید له مرمۍ او تاوتریخوالي سره مخ نه شي.»

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، طالبان باید ژر تر ژره د معترضینو په وړاندې د زور کارول ودروي، نیول شوي کسان خوشي کړي، د ښځو او نجونو حقونو، له هغې جملې د هغوی د تګ راتګ آزادۍ، د بیان آزادۍ او سوله ییزه راغونډېدو ته درناوی وکړي.

هرات کې د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور د ښځو او ځوانو نجونو نیونه، د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې دوام لري.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو د دې اوونۍ له پیل راهیسې، د هرات ښار له بېلا بېلو سیمو لسګونه ښځې او ځوانې نجونې د حجاب نه لرلو په تور نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

نن سهار د هرات د جبرئیل ښارګوټي لسګونه تنه اوسېدونکو، د طالبانو له لوري د لسګونه ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې په اعتراضي غونډه وکړه. دغه اعتراضي غونډه تر شاوخوا دوه ساعتونو وروسته، د طالب ځواکونو له خوا وځپل شوه.

طالبانو د دې اعتراضي غونډې د ځپلو په جریان کې، په لاریونیانو مخامخ ډزې وکړې. په دې ناتار ډزو کې لږ تر لږه درې تنه ټپیان او د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه و وژل شول.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه