د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو مرکز: هرات کې د معترضینو ځپل له بشري حقونو سرغړونه ده

10 جون 2026
د افغانستان د بشري حقونو مرکز: هرات کې د معترضینو ځپل له بشري حقونو سرغړونه ده

د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل د یو شمېر اوسېدونکو د اعتراضي غونډې ځپل، نیول او پر هغوی مخامخ ډزو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغانستان د بشري حقونو مرکز وايي، د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: دې مرکز پرون سه شنبې د (غبرګولي ۱۹ مه) په یوه بیانیه کې «د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو سوله ییز لاریون په تاوتریخوالي او خونړۍ توګه ځپل» په کلکه غندلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي «د هغه کسانو په وړاندې چې د خپلو مشروع غوښتنو لپاره په سوله ییزه توګه راټول شوي، د زور، وسلې او تاوتریخوالي کارول، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د طالبانو له لوري د افغانستان د خلکو د وېرولو، ډار او غږ غلي کولو د سیاست دوام دی.»

د دې مرکز په بیانیه کې راغلي، طالبانو په زور او تاوتریخوالي سره د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو سوله ییزه غونډه ځپلې، لږ تر لږه ۳۰ اعتراض کوونکي یې ټپیان کړي او دوه تنه یې په مخامخ ډزو وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز زیاته کړې، د لاریونیانو په وړاندې مخامخ ډزې کول، د ملکي وګړو په وړاندې د زور او وسلې غیرقانوني او نامنتاسب استعمال او د ژوند حق، د شخصي امنیت حق او د سوله ییزې غونډې حق څخه قصدي سرغړونه کېدای شي.
دې مرکز په خپله اعلامیه کې ټینګار کړي، چې داپېښه د خلکو له حقونو او بنسټیزو خپلواکیو، له هغې جملې د بیان آزادۍ، د سوله ییزه غونډو له آزادۍ، د شخصي خوندیتوب حق او د ژوند له حق څخه ښکاره سرغړونه ده.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د مدني اعتراضونو په ځپلو، د خلکو د سوله ییز ګډون زمینې له منځه وړې او د خلکو مشروع غوښتنې، په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنې یې په منظمه توګه له پامه غورځولې دي.

دې مرکز له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو مدافع نړیوالو بنسټونو او دولتونو غوښتي، چې د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له اساسي حقونو ملاتړ وکړي او د هغوی د خپل سرو نیونو او منظمې څپلې په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو مرکز د تېرې ورځې د ټولو نیول شویو لاریون کوونکو ښځو او نجونو، چې د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور په تېرو څو ورځو کې نیول شوې، د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې مرکز ټینګار کړی، چې د یوې خپلواکې پلټوونکې تګلارې په رامنځ ته کولو باید دا او د بشري حقونو د سرغړونې ټولې پېښې باید مستندې شي، طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو په توګه ځواب و وايي او د هغوی د تعقیب زمینه باید برابره شي.

پرون سهار، د هرات ښار د جبرئیل ښارګوټي لسګونه اوسېدونګو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه. دا اعتراضي غونډه له دوه ساعت وروسته د طالب ځواکونو له خوا وځپل شوه.

طالبانو دې اعتراضي غونډې د ځپلو په جریان کې، په معترضینو مخامخ ډزې وکړې. د دې ناتار ډزو په ترڅ کې درې تنه ټپیان او د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه