د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

خالده پوپل د ټایم مجلې د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو سپورتي څېرو نوملړ کې راغله

10 جون 2026
خالده پوپل د ټایم مجلې د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو سپورتي څېرو نوملړ کې راغله

انځور: د خالدې پوپل اېکس پاڼه

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل د ټایم مجلې له لوري د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو سپورتي څېرو په لومړي نوملړ کې شامله شوه.

رخشانه: دا نوملړ پرون سه شنبې د (غبرګولي ۱۹ مه) د ۲۰۲۶ کال لپاره د TIME100 Sports په سرلیک سره د لومړي ځل لپاره د ټایم مجلې له لوري خپور شو.

ټایم مجلې لیکلي، په دې نوملړ کې د خالدې پوپل نوم، د ښځو سپورت د پراختیا او د افغان ښځینه لوبغاړو د حقونو په ملاتړ کې د هغې د مهم رول له امله، په دې نوملړ کې شامل شوی دی.

دې مجلې زیاته کړې، خالده پوپل یو وخت په افغانستان کې د ښځو د فوټبال یوه وتلې څېره وه. هغې په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډله جوړه کړه. هغه د دې لوبډلې د لومړنۍ لوبډل مشرې په توګه پېژندل کېږي.

ټایم مجلې لیکلي، پوپل دا مهال په ډنمارک کې ژوند کوي. نوموړې د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې «افغان وومن یونایټډ (Afghan Women United) تنظیموونکې ده، دا لوبډله د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې د پخوانیو غړو او د هېواد له نورو کډوالو جوړه شوې ده.
خالده پوپل د فوټبال او ښځو د حقونو د فاع په برخو کې د کلونو فعالیت وروسته، په نړیواله کچه د افغانستان د ورزش یو له تر ټولو پېژندل شویو څېرو باندې بدله شوې ده.

ملګرو ملتونو (United Nations)هم څه موده وړاندې اعلان وکړو، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې لوبډلمشره خالده پوپل، د نړۍ د فوټپال د ۱۶ وتلو څېرو په نوملړ کې راغلې ده.

ملګرو ملتونو ویلي وو، دا کسان د دې هدف لپاره معرفي شوي، چې «د دوامداره پراختیايي اهدافو په اړه د پوهاوي لوړولو او د خلکو او ځمکې د کرې د ښې راتلونکې لپاره د خپل دریځ او شهرت څخه کار واخلي.»

د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره وپاشل شوه. طالبانو د سختو محدودیتونو په لګولو سره، د ښځو هر ډول ورزش بند کړ او ویې ویل، د افغانستان ټولې ښځینه لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، له هېواده ووتلې او دا مهال په استرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتغال او امریکا کې پناه اخیستې ده.

فیفا هم څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډله په رسمیت پېژني او دا لوبډله کولی شي، په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازتوب وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه