د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: طالبان د تاوتریخوالي په چلند، آزادي غوښتونکي غږونه ځپي

10 جون 2026
معترضې ښځې: طالبان د تاوتریخوالي په چلند، آزادي غوښتونکي غږونه ځپي

د «جنبش آزادګان در تبعید» غورځنګ غړو، د هرات د جبرئیل ښارګوټي د لاریونیانو د ځپلو په غبرګون کې ویلي، د ښځو نیول او له خلکو سره د تاوتریخوالي ډک چلند کول، د آزادۍ غوښتونکو غږونو د غلي کولو لپاره د طالبانو د سیاست دوام دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (چهارشنبې د غبرګولي ۲۰ مه) په یوه بیانیه کې، د ښځو نیول، د معترضینو ځپل او د جبرئیل ښارګوټکي په معترضو لاریونیانو د طالبانو مخامخ ډزې په کلکه وغندلې.

په دې اعلامیه کې راغلي، د هرات جبرئیل د اوسېدونکو پروني اعترضونه، د خلکو د فریاد اعتراض دی، چې په تېرو پنځو کلونو کې د ځپلو، تبعیض، محرومیت او له خپلو اساسي حقونو د منظم حذف تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د دې غورځنګ غړو ویلي، د ښځو نیول او له خلکو سره د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د دې ډلې له لوري د آزادۍ غوښتونکو غږونو د غلي کولو یو منظم سیاست دی.

دوی زیاته کړې، دا کړنې د طالبانو له خوا د جنسیتي توپير، د مدني آزادیو د محدودیت او د ټولنې د نیمايي برخې د تر ټولو اساسي بشري حقونو څخه، د محرومیت پر بنسټ د رامنځ ته شوي نظام پر بنسټ ولاړه ده.

دې غورځنګ ویلي: «هغه څه چې نن افغانستان کې دوام لري، نه یوازې د ښخو د حقونو سرغړونه، بلکې د جنسیتي توپیر یو بل ډول دی، چې باید د نړیوالې ټولنې له خوا د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د هغو عاملین [طالبان] تر پوښتنې لاندې راولي.»

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو شورا، دولتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې د «سمبولیکه دریځ نیونې» پر ځای د افغان ښځو د ملاتړ، د نیول شویو کسانو د خوشي کولو او د طالبانو د ځواب وینې لپاره جدي تصمیم ونیسي.

معترضې ښځې وايي، د طالبانو له لوري د افغان ښځو د ځپلو په تړاو د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو چوپتیا، د بې عدالتۍ عادي کول او له هغه اصولو سترګې پټول دي، چې نړیواله ټولنې له هغې د دفاع ادعا کوي.

پرون سهار، د هرات ښار د جبرئیل ښارګوټي لسګونه اوسېدونګو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه. دا اعتراضي غونډه له دوه ساعت وروسته د طالب ځواکونو له خوا وځپل شوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو دې اعتراضي غونډې د ځپلو په جریان کې، په معترضینو مخامخ ډزې وکړې. د دې ناتار ډزو په ترڅ کې درې تنه ټپیان او د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د طالبانو له لوري د دې اعتراضي غونډې ځپلو د خلکو، بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه