د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د شعیه علماوو شورا هرات کې د ښځو نیونه تایید کړه

11 جون 2026
یوناما هرات کې د ښځو او نجونو په نیونې اندېښنه وښوده

هرات کې د لسګونو ښځو او ځوانو نجونو تر نیول کېدو څلور ورځې وروسته، د افغانستان د شیعه علماوو شورا تایید کړه، چې هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا یو شمېر شځې نیول شوې او د دې ډلې مرکزونو ته لېږدول شوې دي.

رخشانه: دې شورا پرون ناوخت (چهارشنبې د غبرګولي ۲۰ مه) په یوه بیانیه کې په غیرمستقیمه توګه د ښځو نیونه او دوه ورځې وړاندې د هرات د جبرئیل ښارګوټي د معترضینو ځپل غندلي دي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په خپله بیانیه کې ویلي دي، طالبان دې له افراطي چلندونو او د خلکو د احساساتو راپارولو څخه ډډه وکړي.

دې شورا لیکلي، «دا پېښې [د بې حجابۍ په تور د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د ښځو نیونه] زموږ د هېواد او خلکو لپاره د منلو نه ده.»

د افغانستان د شیعه علماوو شورا ویلي: «د سه شنبې (غبرګولي ۱۹ مې) په ورځ خلکو په یوه سوله ییزه غونده کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې سره د نیول شویو ښځو د خوشي کېدو غوښتونکي شول، خو د خلکو غونډه تاوتریخوالي ته واړوله شوه او په خواشینۍ سره چې یو شمېر شهیدان او ټپیان شول.»

دې مذهبي بنسټ ټینګار کړی «په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت (طالبانو) امنیتي ځواکونو کولی شوای له زور پرته، غونده کابو کړي او تاوتریخوالي ته کش نه شي.»

دې شورا له طالبانو په ځانګړې توګه د دې ډلې له امربالمعروف ځواکونو غوښتي، چې «په خپلو پرېکړو کې اسلامي شریعت، د خلکو دودونه او د اسلامي مذهبونو فقهي احکام، د هر مذهب لپاره په پام کې ونیسي، له افراطي چلندونو او د خلکو د احساساتو راپارولو څخه د ډډه وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

دې مذهبي بنسټ له علماوو، مشرانو او قومي مخورو هم غوښتي، چې په دې ډول شرایطو کې شعوري مدیریت ولري او له طالبانو سره موضوعات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له ځوانانو هم غوښتي، چې «له مشرانو سره له سلا مشورو پرته کوم داسې ګام پورته نه کړي، چې د هېواد او د خلکو لپاره خطرناکه پایلې ولري.»

دې شورا هرات ښار کې «د جبرئیل او حومه په نوم استازولي» شتون رد کړی وايي، ځینې کسان په دې پېښه پورې اړوند، د افغانستان د شیعه علماوو له ادارسه خبرې کړې، چې د دې مذهبي بنسټ اړوند نه دي.

د روانۍ اوونۍ د سه شنبې په ورځ د هرات د جبرئیل ښارګوتي اوسېدونکو، د طالبانو له لوري د ښځو د نیونې په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه.
طالب ځواکونو د دې سیمې د اوسېدونکو د لاریونیانو د ځپلو په جریان کې پر هغوی مخامخ ډزې وکړې، چې لږ تر لږه یو سړی او یو ماشوم په کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما پرون اعلان وکړ، چې د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو د سه شنبې ورځې د اعتراضي غونډې ځپلو کې یو ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې تایید کړې وه، چې طالبانو په هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې دي.

سره له دې، چې د طالبانو له لوري د لسګونه ښځو او ځوانو نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي، خو د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د ښځو د نیول کېدو په اړه راپورونه ناسم بللي دي.

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې رییس عزیزالرحمن مهاجر، د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي، د حجاب په دلیل د ښځو د نیول کېدو راپورونه «بې بنسټه» دي. هغه زیاته کړې تر اوسه هېڅ یوه ښځه په دې دلیل نه ده نیول شوې.

اړوندې لیکنې

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
خبر

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026
د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی
خبر

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

16 اگست 2026
د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه