د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هرات جبرئيل او کابل برچي نظامي حالت غوره کړی دی

12 جون 2026
د هرات جبرئيل او کابل برچي نظامي حالت غوره کړی دی

انځور: ټولنیزې شبکې

د هرات جبرئیل ښارګوټي او کابل دشت برچي کې ځايي سرچینې او عیني شاهدان وايي، طالبانو د لاریونونو او اعتراضي غونډو د مخینوي په موخه، په دې دوه سیمو کې ګن شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

رخشانه: د هرات جبرئیل کې دوه ځايي سرچینو او د کابل دشت برچي کې یوه عیني شاهد رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو په دې دوه سیمو کې د ځانګړې قطعې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د هرات جبرئیل ښارګوټي کې دوه سرچینو ویلي، د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونه د پنشنبې په سهار ۱۱ بجې (د غبرګولي ۲۱مه) دې سیمې ته ورغلي دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د ځانګړې قطعې شاوخوا ۲۰ رنجر موټر جبرئیل ته د ننه شوي او د دې سیمې په کوڅو کې ګزمې کوي او وروسته په د کوڅو په سر یا څلور لارو کې درېږي.

سرچینو زیاته کړې، د دې ځواکونو له شتون وروسته، جبرئیل ښارګوټي او شاوخوا سیمو نظامي حالت غوره کړی دی.

په ورته وخت د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې یوه عیني شاهد د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، چې نن سهار (جمعه د غبرګولي ۲۲ مه) د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونه په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې عیني شاهد په وینا، دشت برچي «نظامي حالت» ځان ته غوره کړی دی او طالب ځواکونه «له پل خشک نه تر نقاش» پورې پراخ حضور لري او د کوڅو په سر کې ولاړ دي.

دې عیني شاهد زیاته کړې، دشت برچي کې د طالب ځواکونو په زیاتېدو سره، په ښار کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو شتون تت شوی دی.

د طالبانو له لوري د هرات جبرئیل ښارګوټي کې د اعتراضونو تر ځپلو او څو لاریونیانو تر وژلو او ټپي کېدو وروسته، د هرات جبرئیل او کابل دشت برچي کې کې د اعتراضي غونډو د تر سره کېدو اعلامیې په ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه