د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بامیان کې یو ځوان د خپلې خور د تښتولو مخنیوي لپاره سړي تښتوونکو وژلی

13 جون 2026
بامیان کې یو ځوان د خپلې خور د تښتولو مخنیوي لپاره سړي تښتوونکو وژلی

انځور: محمد امین/ټولنیزې شبکې

د بامیان ولایت یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، دې ولسوالۍ کې یو ځوان هغه مهال د سړي تښتوونکو له خوا و وژل شو، چې د خپلې خور د تښتولو مخنیوی یې وکړ.

رخشانه: یکاولنګ نمبریک ولسوالۍ کې لږ تر لږه دریو سرچینو رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰ مه) د دې ولسوالۍ په «شمس الدین» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینوپه وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې څلورو تنه وسله وال کسان د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتولو په موخه یوه کور ته داخل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د دې نجلۍ ځوان ورور د وسله والو کسانو څخه د خور د ژغورلو په موخه، د سړي تښتوونکو له خوا په مرمۍ ویشتل شوی او «په ډېر ناوړه توګه» وژل شوی دی.

سړي تښتوونکي د دې نجلۍ د تښتولو له ناکامې هڅې او د هغې د ورور له وژلو وروسته، له سیمې پښې سپکې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دا ځوان محمد امین نومېده او ۱۹ کلن وو، هغه د کورنۍ یوازینۍ زوی وو.

ځايی سرچینو زیاته کړې، سړي تښتوونکي د طالب ځواکونو د یوه غړي په امر ې نجلۍ د تښتولو په موخه دې کور ته د ننه شوي وو.
د طالبانو دا غړی، چې د خپلې ښځې په وژنه هم تورن دی، د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له دغې ډلې سره یو ځای شو او په دې وروستیو کلونو کې یې عام خلک ځورول.
بامیان کې د طالبانو د والي ویاند فرزان سیغاني د دې پېښې پخلی کړی وايي، «د خپلې خور د ژغورلو په هڅه کې د یوه ځوان د قتل په تور» یو تن نیول د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

سیغاني ویلي، دا کس علي د حسین زوی او د یکاولنک ولسوالۍ د «سرترنوک» سیمې اوسېدونکي وو، چې پرون جمعه د (غبرګولي ۲۲ مه) د دې ډلې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

بامیان کې د طالبانو د والي ویاند په دې اړه، چې دغه کس د دې ډلې غړی وو که نه، څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه