د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بلخ کې د «مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون» د جنسیتي جلاوالي او انځور نه اخیستو سره پرانستل شو

13 جولای 2026
بلخ کې د «مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون» د جنسیتي جلاوالي او انځور نه اخیستو سره پرانستل شو

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

بلخ کې یو شمېر سوداګرې ښځې په جنسیتي جلاوالي سره د «مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون» له جوړېدو شکایت کوي وايي، د طالبانو محدودیتونو د دوی د محصولاتو خرڅلاو او بازار موندنه محدوده کړې ده.

رخشانه: بلخ ولایت کې لږ تر لږه څلورو تنو ښځو چې «مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون» کې یې ګډون کړی رخشانې رسنۍ ته وی ویل، دا نندارتون هم د تېرې کال په شان په جنستي جلاوالي سره تر سره شو.

دا ندارتون د کورنیو تولیدانو د پېژندنې، بازار موندنې او د هېواد له کورني صنعت څخه د ملاتړ په پار، پرون شنبې (د چنګاښ ۲۰ مه) د مزارشریف ښار الماس هوټل کې پرانستل شو او تر سبا پورې به دوام ولري.

په دې درې ورځني نندارتون کې د صنعت کارانو تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي، چې له ۶۰ زیاتې غرفې یې سوداګرو ښځو ته ځانګړې شوې دي.

د ښځو او نارینه وو غرفې په جنستي جلاوالي سره په جلا ځایونو کې په پام کې نیول شوې، په داسې ډول، چې نارینه کتونکي ښځینه برخې ته د ننوتو اجازه نه لري او ښځینه کتونکې د نارینه وو برخې ته.
بلخ کې سوداګرو مېرمنو ویلي، د طالبانو د امر سره سم، په دې نندارتون کې خبریالانو ته له ښځینې برخې د انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په دې نندارتون کې د ښځو په لاسي صنایعو کې، سیمه ییزې جامې او په لاس ګندل شوي توکي، ګاڼې، بکسونه، خوراکي محصولات، کرنیز مصحولات او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

بلخ کې په (مستعار نوم) یوه سوداګره فرشتې د دې نندارتون له جوړېدو هرکلی وکړ، خو وايي، دې نندارتون کې د جنسیت جلاوالی د دې لامل شوی، چې د دوی محصولات ونه پلورل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په (مستعار نوم) یوه بله سوداګره مېرمن محبوبه وايي، د جنسیت جلاوالی او د طالبانو له خوا د پرانستلو په څرنګوالي محدودیتونه، د دې لامل کېږي، چې له دوی د بازار موندنې فرصت له لاسه واخلي.

هغې ویلي: «زموږ ډېری پېرودونکي کورنۍ دي، او کله چې نارینه وو ته د ښځینه غرفو د کتلو اجازه ورنه کړل، په نندارتون کې د ښځو حضور هم کم رنګه کېږي او زموږ خرڅلاو هم راکښته کېږي.»

لیدونکو د دې نندارتون له جوړېدو هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې له سوداګرو مېرمنو ملاتړ وکړي.

یو تن ننداره کوونکي ویلي دي: «ښځې چې کله په نندارتون کې غرفه نیسي، ملاتړ ته اړتیا لري. ملاتړ او له ښځو پېرودونه، هغوی ته د لا زیات کار انګېزه ورکوي. نو باید له هغوی توکي واخلو تر څو نورې هم وهڅول شي.»

طالبانو تېر کلونه هم دا نندارتون د جنسیتي جلاوالي سره په بلخ کې جوړ کړی وو.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه