د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین زیات زیان زغمي

14 جولای 2026
اوچا: ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین زیات زیان زغمي

انځور: اوچا

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین زیات زیان ویني.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د چنګاښ ۲۳ مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په ۲۰۲۶ کال، په افغانستان کې له ۱۰.۷ میلیونه څخه زیاتې ښځې او نجونې بشري دوستانه مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په خپل راپور کې لیکلي، د ښځو په تګ راتګ، زده کړې او کار د طالبانو سخت محدودیتونو، همدارنګه اساسي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی، د خوندیتوب اړوند ګواښونه یې زیات کړي او شته زیان مننه یې سخته کړې ده.
دې بنسټ زیاته کړې، په ټول هېواد کې بشري همکارانو د روغتیايي وضعیت د خرابېدو، د خوراکي توکو د خوندیتوب د زیاتوالي او د ښځینه کارکوونکو له خوا وړاندې شویو خدمتونو ته د لاسرسي د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپورله مخې، په افغانستان کې روغتیايي برخه لا هم تر سخت فشار لاندې ده.

راپور کې راوړل شوي، افغانستان لا هم د میندو د مړینې له پلوه په نړۍ کې لوړه کچه لري. د اټکلونو له مخې په ۲۰۲۴ کې له هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونو ۶۸۳ میندو ژوند له لاسه ورکړی، دا په آسیا کې تر ټولو لوړه کچه او په نړۍ کې اومه کچه ښيي.

اوچا وايي، روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکوونکو او بودجې کمښت، اړینو درملو ته محدود لاسرسی او د بېړنیو مراقبتي خدماتو کموالي، د میندو او ماشومانو د مخنیوي وړ مرګ زیات کړی، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې.

اوچا اعلان کړی، چې د نجونو په زده کړو د طالبانو پرلپۍې محدودیتونو د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او قابلو د راتلونکي کمښت په اړه د بشري سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.

دې بنسټ د یونیسف د راپور له مخې ویلي، که د افغان نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه دوام وکړي، نو دا هېواد به ۲۰۳۰ پورې ښايي د ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي.

د اوچا په وینا، د ملګرو ملتونو یوه پلاوي بامیانو ته د سفر پر مهال، د دې ولایت له ولایتي روغتون څخه لیدنه کړې ده. اوچا ویلي، دا مرکز د میندو او نوي زېږون لازمي روغتیايي خدماتو ساتلو لپاره د پام وړ فشار سره مخ دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې روغتیايي مرکز کارکوونکو ټینګار کړیو ډېری ښځې هغه مهال روغتون ته راځي، چې د امیندوارۍ یا ماشوم زېږون جدي اختلاطات رامنځ ته شوي وي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه