د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

وروستیو دریو میاشتو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې او په ښځو د محدودیتونو دوام

28 جولای 2026
وروستیو دریو میاشتو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې او په ښځو د محدودیتونو دوام

انځور: رخشانه رسنۍ

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، دغې ډلې په هېواد کې له بشري حقونو سرغړونو او په ښځو د محدودیتونو سختوالي ته دوام ورکړی دی.

رخشانه: یوناما نن (سه شنبې د زمري ۶ مه) د روان میلادي کال د اپریل له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰ مې پورې، د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو، په تېرو دریو میاشتو کې، په هرات ښار کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې، د حجاب نه مراعت کولو په تور نیولې دي.

یوناما په خپل راپور کې وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو د مۍ میاشتې په دویمه، کندهار کې هټۍ والو ته ویلي، چې له محرم پرته ښځو باندې سینګار توکي او نور شیان ونه پلوري. د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د می په ۲۱ مه، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې څو روغتیايي مرکزونو ته امر کړی، چې له محرم پرته ښځو درملنه ونه کړي.

دې بنسټ په راپور کې زیاته کړې، چې د ښځو په تګ راتګ او له کوره د وتلو پر مهال یې د محرم لرلو په اړه، د طالبانو محدودیتونه مستند کړي دي. یوناما په لوګر او بدخشان ولایتونو کې هم له ښځو سره د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د چلندونو یادونه کړې ده.

د یوناما راپور کې د «زوجینو جلاوالي اصول نامې» توشېح ته هم نغوته شوې او رغلي، چې دې دا فرمان د ښځو په وړاندې ډېرې جدي ننګونې رامنځ ته کوي. یوناما لیکلي، د طالبانو ویاند د دې فرمان له توشیح وروسته عمومي نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دي، دا فرمان د دین د اصولو پر بنسټ جوړشوی او «د هغو کسانو اعتراضونو ته چې میرڅمن «دښمن» دی او له اسلام سره ستونزې لري، نه باید اهمیت ورکړل شي.»

یوناما په خپلو راپور کې «د ملګرو ملتونو تاسیساتو ته د لاسرسي محدودیت» ته اشاره کړې لیکلي یې دي، چې د جون تر ۳۰ مې پورې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو تاسیساتو ته، د افغان ښځینه کارکوونکو د لاسرسي له بندیز څخه ۲۹۶ ورځې تېرېږي.

دې بنسټ ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په می او جون میاشتو کې، په هرات ښار کې، ښوونځیو ته د ښځینه ښوونکو د ننوتو مخنیوی کړی او هغوی ته یې خبرداری ورکړی، چې د چادرۍ [چادرنماز] نه اغوستو په صورت کې به له دندو لرې کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یوناما وايي، طالبانو د اپریل له ۲۲ مې راهیسې، د خلکو په دورو وهلو خبرونه نه خپروي، په داسې حال کې، چې دې ډلې په هېواد کې د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکړی دی. دې بنسټ زیاته کړې، طالبانو د اپریل له اولې د جون تر ۳۰ مې پورې، په یو شمېر ولایتونو کې د ۱۱۲ نارینه وو او ۲۵ ښځو په ګډون ۱۳۷ تنه، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

د دې بنست په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د شیعه ټولنې په وړاندې هدفي بریدونو لا هم دوام لري. یوناما په هرات کې شیعه ګانو د اپریل په ۱۰ مه د ناپېژاندو وسله والو کسانو برید ته اشاره کړې وايي، په دې برید کې د ۹ نارینه وو، دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او د ۸ سړیو، ۲ ښځو، ۲ نجونو او ۲ هلکانو په ګډون ‍۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، د اپریل له اولې د جون تر ۳۰ مې یې په دې هېواد کې، د خپل سرو نیونو او توقیف ۲۹ پېښې، د ربړونې او له پخوانیو امنیتي ځواکونو او پخواني نظام له کارکوونکو سره د طالبانو د بد چلند پنځه پېښې مستندې کړې دي.

همدارنګه د یوناما په راپور کې راغلي، په تېرو دریو میاشتو کې یې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نارینه وو سره، په ځانګړي ډول د «ښځو د حجاب نه مراعت کولو او نارینه وو د ږیرې خرېیلو او موسقۍ اورېدو» په اړه، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د خپل سرو نیونو او توقیف ۳۸۹ او د ناوړه چلند ۶۵ پېښې مستندې کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه