د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو هېواد کې د خبریالانو نیولو او د رسنیو ځنډولو ته دوام ورکړی

28 جولای 2026
یوناما: طالبانو هېواد کې د خبریالانو نیولو او د رسنیو ځنډولو ته دوام ورکړی

انځور: د خبریالانو مرکز

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزلۍ (یوناما) دفتر، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوي راپور کې ویلي، طالبانو په تېریو دریو میاشتو کې، په هېواد کې د خبریالانو نیولو او د رسنیو د فعالیت ځنډولو ته دوام ورکړی دی.

رخشانه: یوناما نن (سه شنبې د زمري ۶ مه) د روان میلادي کال د اپریل له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰ مې پورې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د دفتر په راپور کې راغلي، طالبانو په دې موده کې، په خوست ولایت کې د یوې ځايي راډیو د خپرونو خپرېدو مخنیوی کړی او بامیانو کې یې د «باوري جواز نه درلودو» په خاطر د یوې ځايي راډیو دفتر مهرولاک کړی دی.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جون په ۲۱ مه، د «راه فردا» خصوصي راډیو تلوېزیون د دفتر په تړلو سره، د دغې رسنۍ خپرونې د څو میاشتو لپاره بندې کړې.

دا بنسټ وايي، په تېرو دریو میاشتو کې، په کندهار او غزني ولایتونو کې لږ تر لږه اووه راډیوګانې، د مالي او د فعالیت د جواز د ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې وې.
یوناما وايي، طالبانو د می میاشتې په جریان کې په کابل کې درې خبریالان نیولي دي. د دې بنسټ په وینا، د دې ډلې استخباراتي ځواکونو د می په ۴ مه، کابل ښار کې د یوه خبري آژانس په دفتر چاپه وهلې او د دفتر توکي ضبط او کارکوونکي یې له ځان سره وړي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، طالب استخباراتي ځواکونو د می په ۷ مه، کابل ښار کې دوه تلوېزیوني راپور ورکوونکي نیولي او د یوه تلوېزیون دفتري وسایل یې هم کتلي دي. دا دوه خبریالان له شاوخوا ۲۰ ورځو وروسته، د طالبانو له زندان نه خوشي شول.

یوناما په خپل راپور کې، په هېواد کې پر مذهبي آزادیو د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې وايي، دې ډلې په وروستیو دریو میاشتو کې، د بدخشان ولایت په زېباک، اشکاشم او واخان ولسوالیو کې د اسماعیله مذهب د پیروانو لږ تر لږه ۳۳ جماعت خونې، په جوماتونو بدلې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

دې بنسټ ویلي، طالبانو د محرم په میاشت کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عاشورا په مراسمو هم محدودیتونه لګولي وو. یوناما لیکلي، کابل کې د طالبانو د عدلیې وزرت کارکوونکو ۴۵ شیعه سړي، د عاشورا بیرغونو پورته کولو په تور یوه شپه بندیان کړل.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه